د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شهباز شریف د کفایت شعارۍ پروګرام: د کابینې وزیران نور تنخا او مراعات نه اخلي


شهباز شریف وايي، د کفایت شعارۍ پروګرام عملي کېدل خپله څاري - پخوانی انځور.
شهباز شریف وايي، د کفایت شعارۍ پروګرام عملي کېدل خپله څاري - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پورونو بحالۍ په موخه د کفایت شعارۍ پروګرام اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې د کابینې غړي به تنخاګانې او مراعات نه اخلي.

شریف دا اعلان د فبرورۍ پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د کابینې تر غونډې وروسته په حکومتي اېتلاف کې د شاملو ګوندونو له مشرانو سره یوځای په خبري غونډه کې وکړ.

د مخالفه ګوند تحریک انصاف مشر پر نوي پروګرام انتقاد کړی دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي. د پاکستان دولتي بانک وايي، ورسره د بهرنیو پیسو زېرمې د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې د څه باندې درې اربه امریکايي ډالرو کچ ته ښکته شوې دي.

اسلام اباد د بهرنیو پیسو د زېرمو کمښت ته په کتو د یوشمېر شیانو پر درامد بندیز لګولی دی ځکه چې نړیوال کاروبارونه په امریکايي ډالرو، یورو او یوشمېر نورو نړیوالو پیسو کېږي.

د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله په هغه هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده چې پرضد یې په تېرو کلونو کې پراخې مظاهرې شوې دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فبرورۍ پر ۲۲مه خبري غونډې ته وویل، له ای اېم اېف سره یې د موافقې ټول شرطونه پوره کړي دي او ورسره خبرې اترې په "اخري پړاو" کې دي.

ده البته خبرداری ورکړ چې له هغې نړیوالې مالي ادارې سره د پور پروګرام له بحالېدو سره به په پاکستان کې ګراني لا زیاته شي.

د پاکستان وزیراعظم وویل، د کفایت شعارۍ پروګرام له عملي کېدو سره به حکومت په یو کال کې ۲۰۰ اربه روپۍ بچت کړي.

ده وویل، وزیران به په "داوطلبانه یا رضاکارانه" توګه له خپلو تنخاګانو تېرېږي، مراعات به نه اخلي او د خپلو کورونو د برېښنا او ګیس بېلونه یا لګښتونه به خپله پرې کوي.

شریف زیاته کړه چې د کفایت شعارۍ پروګرام عملي کېدل خپله څاري.

د مخالفه ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان د اېتلافي حکومت پر پروګرام نیوکې کړې دي.

نوموړي خپلو پلویانو ته په ویډیويي وینا کې وویل، د شهباز شریف له څرګندونو څخه یې دا معنا اخیستې چې ولس دې "نورې ګرانۍ ته ځان تیار" کړي.

عمران خان په خپله وینا کې پر شریف او د حکومت پر نورو مشرانو تور پورې کړ چې پیسې یې غلا کړې دي او له هېواده یې بهر ایښې دي. دا هغه تور دی چې نوموړي په تېرو کلونو کې په بیا بیا تکرار کړی دی خو د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره یې شواهد نه دي وړاندې کړي.

ده زیاته کړه چې د کفایت شعارۍ پروګرام ګټه نه رسوي، په کار ده چې اوسني مشران له بهرنیو هېوادونو څخه خپلې پیسې پاکستان ته انتقال کړي.

په وفاقي اېتلافي حکومت کې شاملو مشرانو او سیاستوالانو په تېرو وختونو کې د خان تورونه بې بنسټه بللي او وايي، د پاکستان د اقتصادي ستونزو لامل د نوموړي د واکمنۍ مهال ناسمې تګلارې وې.

په عین وخت کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د فبرورۍ پر ۲۳مه له پارلېمانه د ۱۷۰ اربه روپیو د اضافي بودیجې تر منظورۍ وروسته هغه مسوده لاسلیک کړې چې ورسره سم هغه د قانون په توګه لازم الاجرا شوې ده.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د فبرورۍ پر ۲۱مه د اضافي بودیجې مسوده منظوره کړې وه.

د پاکستان د مالي چارو وزیر اسحاق ډار د فبرورۍ پر ۱۵مه قامي اسمبلۍ او سېنېټ ته اضافي بودیجه وړاندې کړې وه چې موخه یې د پیسو نړیوال صندوق له سپارښتنو سره سم، د ۱۷۰ اربه روپیو نوې مالیې لګول ول.

د مالیې وزیر اسحاق ډار پر هغه ورځ د قامي اسمبلۍ ته وویل چې په قانوني مسوده کې یې د خوراک او څښاک پر توکو، سېګرېټو، د الوتکو پر ټېکېټونو، ګاډو او د سینګار او عیش یا تجمل پر شیانو د مالیو لوړولو وړاندیز کړی.

په پاکستان کې مالي کال د جولای له لومړۍ پیلېږي او د جون تر پایه روان وي. حکومت عموماً په مې یا جون کې د نوي مالي کال بودیجه وړاندې کوي خو په وروستیو کلونو کې یې د اقتصادي مشکلاتو له کبله تر وخت مخکې اضافي بودیجې هم منظورې کړې دي چې له لارې یې نورې مالیې لګولې دي.

XS
SM
MD
LG