د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تور بازار کې د یو امریکايي ډالر نرخ ۳۰۰ روپۍ ته لوړ شوی


پاکستان له یوشمېر کلونو راهیسې د بهرنیو اسعارو له کمښت سره مخامخ دی - پخوانی انځور.
پاکستان له یوشمېر کلونو راهیسې د بهرنیو اسعارو له کمښت سره مخامخ دی - پخوانی انځور.

په پاکستان کې په ناقانونه یا تور بازار کې د یو امریکايي ډالر نرخ له ۲۸۵ څخه تر ۳۰۰ روپیو پورې لوړ شوی دی.

په پاکستان کې د کرنسيو کاروباریان وايي څو ورځې وړاندې د ډالرو بیه ښکته شوې وه خو اوس بیا په تور بازار کې د روپۍ په مقابل کې ډالر پورته ختلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد وايي، د پورونو پروګرام بحالۍ لپاره یې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له چارواکو سره خبرې وروستي پړاو ته داخلې شوې دي.

په پېښور کې د بهرنيو پیسو کاروباري جهان علي د فبرورۍ پر ۲۶مه مشال راډيو ته وویل چې دا وخت په تور بازار کې د يو امريکايي ډالر نرخ تر سرکاري نرخ له ۲۰ څخه تر ۳۰ روپیو پورې زيات دی.

ده وویل چې د تور بازار د ملک اقتصاد ته هېڅ وده نه شي ورکولای بلکې د ګټې پر ځای زیان ور رسوي. "پر تور بازار دولتي بانک هم واک نه لري، حکومت بيا بيا ويلي چې پر ډالر يې کنټرول ختم کړی دی خو بیا چې له بانکونو سره د ډالرو کمی دی، نو خلکو ته ډالر نه ترلاسه کېږی."

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي. د پاکستان د دولتي بانک په وينا، په هېواد کې د فبرورۍ پر ۲۵مه په بانک دننه د يو امريکايي ډالر نرخ ۲۶۰ روپۍ وو او په ازاد بازار کې ۲۶۹ روپۍ دی، خو دا وخت په تور بازار کې د یو امریکايي ډالر قېمت د ۲۸۵ او ۳۰۰ روپیو په مینځ کې دی.

اسلام اباد د بهرنیو پیسو د زېرمو کمښت ته په کتو د یوشمېر شیانو پر درامد بندیز لګولی دی ځکه چې نړیوال کاروبارونه په امریکايي ډالرو، یورو او یوشمېر نورو نړیوالو پیسو کېږي.

د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله په هغه هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده چې پرضد یې په تېرو کلونو کې پراخې مظاهرې شوې دي.

په هېوادونو کې عموماً د کرنسیو یا اسعارو کاروبار د بانکونو او په ازاد بازار کې د صرافیو له لارې کېږي. په بانکونو کې د پیسو بیې له ازاد بازاره ټيټ وي.

په پېښور کې خبريال او د اقتصادي چار کارپوه طاهر امين وايي، له بانکونو او ازاد بازار پرته په ناقانونه توګه هم د پیسو کاروبار کېږي چې ورته تور بازار وايي.

په کراچۍ کې د اقتصادي چارو کار پوه او خبريال وکيل الرحمان وايي په پاکستان کې د تور بازار کاروبار ختمېږي نه بلکې د یو څه وخت لپاره کم شي‌ او بیا بیرته زیات شي.

په پاکستان کې د ډالرو نرخ‌ په داسې وخت کې ختلی دی چې د هغه هېواد دولتي بانک (سټېټ بینک) په وینا، د فبرورۍ تر ۲۴ مې ورسره د بهرنیو اسعارو زېرمې شاوخوا درې اربه ډالرو ته ورښکته شوې دي.

د یاد بانک په وینا، دا یوازې دومره پیسې دي‌ چې پاکستان تر دوو اوونیو پورې ورباندې له بهره شیان درامدولای (واردولای) شي.

له حکومتي ارقامو سره سم، په ۲۰۲۲ز کال کې د پاکستان درامدات شاوخوا ۸۰ اربه ډالر او برامدات (صادرات) یې ۲۳ اربه ډالر ول.


په کراچې کې د بهرنيو پیسو د بدلوونکو اتحاديې مشر ملک بوستان د فبرورۍ پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې له تېرو دوو، درو مياشتو راهیسې پاکستان ته له بهر هېوادونو استول کېدونکې پیسې هم ورځ تر بله کمېږي.

دا هغه پیسې دي چې بهرمېشتي پاکستانیان یې خپلو کورنیو ته استوي.

بوستان وايي، "لومړی به هره مياشت درې اربه ډالر راتلل خو اوس دوه اربه ته ټیټ شوي دي او له دې ښکاري چې ډالر په تور بازار کې [په روپیو] بدلېږي."

د اقتصادي چارو پوهان وايي چې په پاکستان کې د ډالرو تور بازار نه يوازې د ملک اقتصاد زیانمنوي بلکې دا وېره هم شته چې هغه پیسې د وسلوالو ډلو د ملاتړ او تمویل لپاره وکارېږي.

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار څو ورځې وړاندې په يوه غونډه کي ويلي ول چې له پاکستانه د ډالرو زيات قاچاق افغانستان ته کېږي او د ده په وینا، د دې د مخنيوي لپاره سخت ګامونه اخلي.

له دې پرته د پاکستان حکومت په وروستیو اوونیو کې ویلي چې د اقتصادي او مالي وضعیت ښه کولو لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. په دې کې یې یو د کفایت شعارۍ پروګرام دی چې وزیراعظم شهباز شریف د فبرورۍ پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د کابینې تر غونډې وروسته اعلان کړ.

شریف وویل، د هغه پروګرام له عملي کېدو سره به حکومت په یو کال کې ۲۰۰ اربه روپۍ بچت کړي. ده وویل، وزیران به په "داوطلبانه یا رضاکارانه" توګه له خپلو تنخاګانو تېرېږي، مراعات به نه اخلي او د خپلو کورونو د برېښنا او ګیس بېلونه یا لګښتونه به خپله پرې کوي.

له دې پرته حکومت اضافي بودیجه هم اعلان کړې چې په مرسته یې د ۱۷۰ اربه روپیو نورې مالیې یا ټیکسونه غونډوي.

XS
SM
MD
LG