د لاسرسي ځای

تازه خبر

غونډه کې د لطيف اپرېدي سياسي او قانوني مبارزه ستایل شوې ده


په غونډه کې سياستوالانو او مدني فعالانو د لطيف اپرېدي پر ژوند او مبارزه رڼا واچوله.
په غونډه کې سياستوالانو او مدني فعالانو د لطيف اپرېدي پر ژوند او مبارزه رڼا واچوله.

د مارچ پر پینځمه د کراچۍ د خبريالانو مرکز کې نومیالي قانونپوه او پښتون سیاستوال عبدالطیف اپرېدي په یاد کې غونډه وشوه چې پکې د هغه سیاسي او قانوني مبارزه وستايل شوه.

عبداللطیف اپرېدی د روان ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۶مه په پېښورهای کورټ کې په وژل شوی وو چې د پوليسو په وينا، بريدګر يې د پېښې په ځای کې ونيولی.

په کراچۍ کې د نوموړي په یاد کې دا غونډه ملي جمهوري غورځنګ جوړه کړې وه. د غورځنګ مشر محسن داوړ پر دې مهال مشال راډیو ته وویل چې لطیف اپرېدي یې د سیاست په ډګر کې استاد او د د غورځنګ له بنسټ اېښودونکيو څخه وو.

د ده په خبره:"هغه (لطيف اپرېدي) ۶۰ کاله د ځوانانو د یوه پوره نسل روزنه او رهبري کړې ده او هغوی ته یې د مزاحمت، سیاست او خپل حق اخیستو چل ورښوولی دی."

د غونډې برخوال د عوامي نېشنل ګوند مخکښ رڼاګل اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې لطیف لالا د بېوزلو خلکو وکالت مفت کاوه. د نوموړي په وینا:"د هغه پر مرګ غریبو خلکو ته ډېر تاوان ورسېد، هغه یوازې قانوندان نه وو، بلکې بهادر سیاستوال او د مزاحمت سمبول وو."

غونډې ته د سیند د قانون پوهانو ټولنې سیند بار کونسل او د کراچۍ د خبریالانو اتحادیې مخکښانو ویناوې وکړې او د لطیف اپرېدي کار او زیار یې وستايه.

کراچۍ د خبریالانو اتحادیې کراچي یونین اف جرنلسټس یو مخکښ نعمت خان مشال راډیو ته وویل چې لطیف اپرېدی نه یوازې د پښتنو بلکې د ټولو مظلومو قامونو د حقونو لپاره نه هيرېدونکې مبارزه کړې ده.

اپرېدی د پاکستان له نومیالیو وکیلانو، سیاستوالانو او د بشري حقونو فعالانو یو وو. نوموړی د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې د سپریم کورټ د وکیلانو ټولنې (سپریم کورټ بار اسوسیېشن) مشر منتخب شوی وو.

له دې پرته، اپرېدی له څه د پاسه پینځه لسیزو راهیسې د پښتون ملتپاله سیاستوال په توګه مبارزه کړې وه. عوامي نیشنل ګوند په ۲۰۱۹ز کال کې د اختلافاتو له کبله د نوموړي غړیتوب ختم کړی وو. دی هغه مهال د ګوند د وکیلانو د څانګې مشر وو.

اپرېدی تر دې وروسته د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غړی شو او دا راز یې په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له جوړېدو راهیسې د هغه تحریک ملاتړ کاوه او د وکیل په توګه یې د پي ټي اېم د یوشمېر ګرفتارو غړو مقدمې پر مخ وړې.

لطیف اپرېدی په ۲۰۱۸ز کال کې د پي ټي اېم د هغې ۳۰ کسیزه جرګې غړی هم وو چې د پاکستان له حکومت سره یې مذاکرات کول.

لطیف اپرېدی د قامي اسمبلۍ غړی هم ټاکل شوی وو او د سیاسي مبارزې پر مهال یې بند هم تېر کړی وو.

XS
SM
MD
LG