د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ د انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ ۳ کسیزې جرګګۍ پرېکړه رد کړه


قامي اسمبلۍ په قرارداد کې ویلي دي چې په ګرد هېواد کې دې پر یوه ورځ انتخابات وشي - پخوانی انځور.
قامي اسمبلۍ په قرارداد کې ویلي دي چې په ګرد هېواد کې دې پر یوه ورځ انتخابات وشي - پخوانی انځور.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د پنجاب او خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلیو د درې کسیزه جرګګۍ پرېکړې پرضد قرارداد منظور کړی دی.

قامي اسمبلۍ د اپرېل پر شپږمه تر غونډې وروسته پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه دوه ویډیوګانې خپرې کړې دي چې پکې ښکاري چې د بلوچستان عوامي ګوند غړي خالد مګسي پرېکړه لیک وړاندې کوي.

قامي اسمبلۍ پر ټوېټر په بیان کې زیاته کړې ده چې د هغې جرګې غړو قرارداد منظور کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو په خبر کې لیکلي چې د قرارداد په متن کې راغلي چې قامي اسمبلي د درې کسیزه جرګګۍ فیصله ردوي.

په پرېکړه لیک کې له وزیراعظم شهباز شریف او وفاقي کابینې څخه غوښتنه شوې ده د سپریم کورټ فیصله دې نه عملي کوي ځکه چې هغه له ایین سره سمون نه خوري.

دا تر هغې وروسته ده چې د اپرېل پر څلورمه د پاکستان سپریم کورټ تر اکتوبره په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو انتخاباتو په اړه د انتخاباتي کمېشن پرېکړه رد کړه.

ټاکل شوی وه چې د پنجاب اسمبلۍ انتخابات د اپرېل پر ۳۰مه وشي خو انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې د پیسو نه شتوالي او خراب امنیتي وضعیت له امله ټاکنې د اکتوبر تر اتمې ځنډوي. کمېشن داراز د مارچ پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ټاکنې هم د اکتوبر پر اتمه نېټه کوي.

د پخواني وزیراع‍ظم عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف د ټاکنو کمېشن پرېکړه رد کړې وه او پرضد یې سپریم کورټ ته درخواست ورکړی وو.

سترې محکمې یا سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال د هغې قضیې د لویې جرګګۍ پر ماتېدو سربېره اورېدنو ته دوام ورکړی وو.

د قامي اسمبلۍ په قرارداد کې غوښتنه شوې ده چې د درې کسیزه جرګګۍ پر ځای دې د سپریم کورټ د ټولو قاضیانو جرګه د انتخاباتو ځنډېدو قضیه واوري.

په پرېکړه لیک کې په سیاسي چارو کې د عدلیې د مداخلت په اړه اندېښنه ښوول شوې ده.

سپریم کورټ د قامي اسمبلۍ د قرارداد په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو مشر قاضي عمر عطا بندیال تر دې مخکې د ټولو قاضیانو جرګګۍ جوړولو لپاره په وفاقي حکومت کې د شریکو ګوندونو غوښتنه رد کړې وه.

د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیزې جرګګۍ د اپرېل پر څلورمه په خپله فیصله کې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن اقدام غیر اییني وباله او و یې ویل چې هغې ادارې "خپل واک ناسم کارولی" دی.

د سپریم کورټ جرګګۍ امر وکړ چې د پنجاب اسمبلۍ لپاره دې د ۲۰۲۳ز کال د مې میاشتې پر ۱۴مه نېټه انتخابات وشي او په خيبر پښتونخوا کې د صوبايي انتخاباتو کولو لپاره درخواست ورکوونکي عدالت ته تللی شي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سترې محکمې تر پرېکړې یوه ورځ وروسته د مې پر ۱۴مه په پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره جدول خپور کړ.

خو د پاکستان دولتي راډیو وايي، په پرېکړه لیک کې راغلي چې قامي اسمبلي فکر کوي چې له ایین او قانون سره سم، پر یوه نېټه په ټول هېواد کې انتخابات کول د ټولو مسلو د هواري لاره بولي.

سپریم کورټ په پنجاب کې د مې پر ۱۴مه د صوبايي انتخاباتو امر وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:00 0:00

په همدې حال کې تحریک انصاف ګوند وویل د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ انتخاباتو ځنډېدو پرېکړې پرضد سپریم کورټ ته ځي.

د هغه ګوند یو مخکښ سیاستوال شوکت یوسفزي د اپرېل پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو کلونو کې په ناامنۍ سربېره په خیبر پښتونخوا کې انتخابات شوي دي نو ځکه د امنیتي وضعې پر سر د ټاکنو ځنډول مناسب نه دي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

د پاکستان له اساسي قانون يا ايين سره سم، د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات ترسره شي. له دې سره سم، په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو لپاره د انتخاباتو کولو اییني‌ موده د اپرېل پر ۱۷مه پای ته رسېږي.

د پاکستان سپریم کورټ تر دې مخکې د مارچ پر لومړۍ نېټه پرېکړه کړې وه چې په ۹۰ ورځو کې دې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د صوبايي اسمبلیو لپاره انتخابات وشي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر څلورمه د پارلېمان دواړو جرګو - قامي اسمبلۍ او سېنېټ - ګډې غونډې ته په وینا کې د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو په اړه د سپريم کورټ فیصله "د عدل او انصاف قتل" معنا لري.

خو مخالفه ګوند تحریک انصاف د سپریم کورټ د فیصلې هرکلی وکړ او هغه یې د "ایین بریا" وبلله.

XS
SM
MD
LG