د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پوليسو ۱۱ نور افغانان نیولي دي


په کراچۍ نیول شوي ځینې افغانان د پولیسو په تحویل کې دي. د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل ۱۵مې انځور
په کراچۍ نیول شوي ځینې افغانان د پولیسو په تحویل کې دي. د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل ۱۵مې انځور

په کراچۍکې د افغان کډوالو یوه وکیله منیزه کاکړ وایي، پولیسو په هغه ښار کې ۱۱ نور افغانان نیولي دي.

کاکړې د اپرېل پر ۲۱مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نیول شويو کسانو د اوسېدو قانوني اسناد لرل خو بیا هم عدالت هغوی زندان ته ولېږل. نوموړې ځینې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې پکې ځینې کسان د کډوالۍ راجسټرډ کارډونه ښیي.

منیزه کاکړ فعاله او وکیله ده، هغه له یوې مودې راهیسې په کراچۍ او سیند صوبه کې د نیول شویو افغانانو د خلاصون قانوني چارې پر مخ وړي.

نوموړې غوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت دې ټول افغانان ژر له بنده خوشې کړي ځکه چې کډوال هم د نورو انسانانو په شان حقونه لري.

د کراچۍ پولیسو لا تر دې دمه د تازه نيول شويو افغانانو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د سيند حکومت د اطلاعاتو وزير شير جيل انعام ميمن څو ځله ویلي ول چې په سيند کې پوليس يوازې هغه افغانان نیسي چې قانوني اسناد نه لري.

په سيند کې د افغانانو د نيولو لړۍ د ۲۰۲۲ز کال له جولای مياشتې راهيسې روانه ده. د دې ترڅنګ په پېښور او نورو سیمو کې هم افغانان نیول کیږي چې ځینې یې بېرته افغانستان ته لېږدول کېږي او ځینې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور زنداني کېږي.

په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۱،۵۰۰ افغانان د سیند له زندانونو څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. د دوی وروستۍ ټولګی ۲۰۷ تنه وو، چې د اپرېل پر اوومه د کراچۍ له زندانونو افغانستان ته استول شوي دي.

په پاکستان کې د افغانانو د نیولو زیات خبرونه له سیند صوبې مخې ته راځي. په هغې صوبې کې پاکستان پیپلز ګوند واکمن دی چې مشري یې بلاول بوټو زرداري کوي. نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم دی.

د اپرېل پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او بلاول بوټو زرداري ترمینځ خبرې شوې وې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اپريل پر ۱۷مه ویلي ول چې متقي او زرداري په هغو ټېلېفوني خبرو کې د پاکستان په زندانونو کې د افغان بندیانو پر موضوع خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې ټول بندیان دې له کوچني اختر مخکې خوشې شي.

د وزارت چارواکو ادعا کړې وه چې په هغو خبرو کې بلاول بوټو زرداري، متقي ته د بندیانو د خلاصون ډاډ ورکړی وو.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز کال راهیسې میشت دي. پر دې سربېره په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شوي چې ورسره پاکستان او نورو هیوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوې ده. په وروستیو نیول شویو کې زیاتره هغه افغانان دي چې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG