د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان جګړه ځپلي د ړنګو کورونو د معاوضې لپاره په احتجاج دي


د جنوبي وزيرستان د ړنګو شوو کورونو مالکان له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې د خيبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې احتجاج کوي ــ انځور له ارشيفه
د جنوبي وزيرستان د ړنګو شوو کورونو مالکان له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې د خيبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې احتجاج کوي ــ انځور له ارشيفه

په جنوبي وزیرستان کې د ۲۰۰۹ز کال د پوځي عملیاتو پر مهال د ړنګو شویو کورونو د مالکانو احتجاج پر درېيمه مياشت هم روان دی.

احتجاج کوونکي له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې د خيبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې پر بای پاس سړک ناست دي او له حکومته د خپلو ړنګو شوو کورونو د معاوضې غوښتنه کوي.

د احتجاج کوونکو يو مشر جاويد مسید د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د هغوی په سیمو کې د ۱۱۴،۰۰۰ ړنګو شوو کورونو سروې شوې ده ، خو یوازې ۴۸،۰۰۰ کورنيو ته معاوضه ورکړل شوې او ۵۴،۰۰۰ کورنۍ تر اوسه له مرستو بې برخې پاتې دي.

نوموړي زياته کړه، پر دې سربېره له ۲۰ زرو څخه تر ۳۰ زرو پورې ويجاړ شوي کورونه له حکومتي سروې څخه پاتې دي.

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پرضد نړیوالې جګړې پر مهال د خیبر پښتونخوا په ټولو قبایلي ضلعو او یوشمېر نورو سیمو کې پوځي عملیات کړي ول چې له وجې یې مېلیونونه خلک بې کوره او کډوال شوي ول او د نښتو او ناامنۍ پر مهال د لکونه خلکو کورونه ړنګ یا زیانمن شوي ول.

اسلام اباد تر عملیاتو او خپلو کلیو ته د خلکو تر ستنولو وروسته د هغوی د بحالۍ چارو او اغېزمنو ته د تاوانونو ورکولو بهير ته دوام ورکړی دی، خو د جنوبي وزیرستان د مسیدو سیمو مشران وايي،ګڼې کورنۍ لا هم له مالي مرستو بې برخې دي.

بلخوا د جنوبي وزیرستان ډېپټي کمېشنر اشفاق خان د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې له حکومتي مرستو د پاتې شوو ۵۴،۰۰۰ کورونو د معاوضې لپاره د خيبر پښتونخوا له خزانې وزارت وزارت سره په تماس کې دی او د هغه په وينا ډېر ژر به دغو پاتې کورنيو ته معاوضه ورکړل شي.

خو احتجاج کوونکي وايي چې تر هغو به احتجاج نه ختموي، تر څو حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه وي کړی او هغوی ته يې معاوضې نه وي ورکړي.

د جنوبي وزيرستان ترڅنګ د ګاونډي شمالي وزيرستان په ګډون د شاوخوا ټولو ضلعو اوسېدونکو د وسلوالو پرضد د پاکستان پوځ په عملياتو کې د اوښتو تاوانونو پوره کولو لپاره وخت په وخت مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG