د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروت اوسېدونکي د انټرنېټ بحالۍ غوښتنه کوي


بېلا بېلو قبايلي ضلعو کې د انټرنېټ بحالۍ لپاره مظاهرې شوې دي. دا د واڼه د ۲۰۲۱ز کال د احتجاج انځور دی.
بېلا بېلو قبايلي ضلعو کې د انټرنېټ بحالۍ لپاره مظاهرې شوې دي. دا د واڼه د ۲۰۲۱ز کال د احتجاج انځور دی.

د لکي مروت اوسېدونکي شکايت کوي چې په سيمه کې يې انټرنېټ تړل شوی چې له کبله يې ستونزې زیاتې شوې دي.

د مروت - بېټني تحريک مشر انعام الله د جولای پر دويمه مشال راډيو ته وويل، د تجوړي او شاوخوا کليو انټرنېټ له تېرو شاوخوا دوه اوونيو راهيسې بند دی چې له وجې يې د ده په خبره، د زده کوونکو زده کړې او د کاروباريانو کاروبار اغېزمن شوی دی.

هغه زیاته کړه:"د ژوند ټول نظام مو تباه و برباد دی. موږ د بشري حقونو له نړيوالو ادارو، د پاکستان له رياستي ادارو او له ولسي حکومته غوښتنه کوو چې انټرنېټ دې راته په سمدستي توګه بحال کړي او له موږ سره دې نور ظلم او زياتی نه کوي."

د لکي مروت انتظامي چارواکو د دې شکايتونو او غوښتنو په اړه د مشال راډيو ټېلېفوني رابطو ته ځواب و نه وايه، خو د تېرې مارچ مياشتې پر ۱۷مه يې ويلي ول چې د ځينو سيمو د ناامنه وضعيت له وجې هلته انترنېټ تړل کېږی.

تر دې وړاندې هم نه يوازې د لکي مرت بلکې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې خلکو پر انټرنیټ په لګول شویو اوږدو بندېزونو په اړه شکایتونه کړي ول.

په شمالي وزیرستان، باجوړ، خیبر، کورمه او ځینو نورو ضلعو کې هم تر دې وړاندې د انټرنیټ د نه شتون یا په دې د بندیز او یا هم د انټرنیټ د ۳جي او ۴جي د بحالولو لپاره مظاهرې شوې وې چې له دې وروستو هلته انټرنیټ بحال شوی وو.

په دې ورستیو کې د بنو جانیخېلو، لکي مروت او ورسره نېږدې شمالي وزیرستان او خواوشا سیمو کې د امنیت وضعه خرابه شوې ده او پر پولیسو او پر نورو امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

د روان د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ په ورستیو کې په لکي مروت کې په بمي چاودنه کې څلور پولیس والا ژوبل شوي ول. همدا راز په بنو، بکاخېل، جانیخېل او د شمالي وزیرستان په بېلا برخو کې وخت پر وخت د نا امنۍ پېښې شوې چې پکې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ عادي خلکو ته هم مرګژوبل اوښتې ده.

امنیتي چارواکي وایي د ناامنۍ ورستیو پېښو ته په کتو په سیمه کې د وسلوالو ضد ځانګړي عملیات روان دي چې تر ختمیدو او بشپړ امنیت وروسته به په ټولو سیمو کې انټرنیټي اسانتیاوې فعالې شي.

په پاکستان کې په لومړي ځل په ۲۰۱۲ز کال کې د هغه وخت حکومت د اختر پر ورځ انټرنېټ بند کړی وو. تر هغې راوروسته حکومتونه وخت په وخت په هغه هیواد کې انټرنېټ په ځینو ورځو یا وختونو کې بندوي او یا یې محدودوي. حکومت دریځ لري چې دا کار د امن په ټینګښت کې مرسته کوي خو د بشري حقونو ادارې دا د بیان او فردي ازادۍ پر ضد بولي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG