د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي جمهوري غورځنګ د خپل يو مخکښ د وژنې د پېښې ضد احتجاجونه کړي دي


د بنو په احتجاج کې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.
د بنو په احتجاج کې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

ملي جمهوري غورځنګ د خپل یو مخکښ د وژل کېدو د پېښې ضد د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یوشمېر سیمو کې احتجاجونه کړي دي.

د جولايي پر نهمه شویو دې احتجاجونو کې د امنیت په اړه د پاکستان پر ریاستي ادارو او د هغوي پر تګلارو نیوکې شوې دي.

د جولای پر اتمه نېټه د شمالي وزیرستان په حکیمخېلو کې د ملي جمهوري غورځنګ یو مخکښ عتیق الرحمان د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

د دې پېښې ضد د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو لورالايي (بوری) چمن، ژوب او د خيبر پښتونخوا په بنو، مردان، صوابۍ او جنوبي وزیرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ يوشمېر غړو احتجاج وکړ.

په بنو کې هم يوشمېر کسانو مظاهره وکړه چې ورته د خیبر پښتونخوا د ملي جمهوري غورځنګ صوبايي جنرل سیکرېټري ندیم عسکر د وينا پر مهال وويل، له مودو راهيسې د پښتنو ويني تویېږي، پخوا به يې وسلوالو وينه تويوله، بیا د امن په نوم پوځي عملیاتو وشول چې پکې کورونه لوټ شول خو د ده په خبره، د دې برسېره هم امن بحال نه شو او د وينې تويېدنه هم هغسې روانه ده.

نوموړي زیاته:" یو جنګي ماحول جوړ کړل شو، ترهګري جوړه کړل شوه، موږ يې لومړی په وسلوالو وځپلو، بیا پوځ وویل چې د ترهګرۍ ضد عملیات کوو او موږ ورته وویل چې ښه ده، بیا د امن په نوم عملیات وشول، بېکوره شو، بازارونه او کورونه مو لوټ شول، خو امن ټینګ نه شو او نن مو بیا وينه تويېږي."

د مظاهرې بل ويناوال رحمت غلام وويل چې په شمالي وزیرستان کې تر ۵۰۰ پورې ځوانان، مشران، سياسي فعالان په هدفي وژنو کې په نښه شوي دي. نوموړي غوښتنه وکړه چې نورې دې وژنې ودرول شي.

هغه زیاته کړه:"د ضرب عضب عملیاتو وروسته ۵۰۰ مشران، ځوانان، او سياستوالان وژل شوي خو لا تراوسه هيڅ یو وژونکی ګرفتار نه شو. موږ د عتیق الرحمن په وژنه کې د ککړو کسانو ګرفتاري غواړو."

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول

روان کال کې شمالي وزیرستان کې دې مه ۲۴ هدفي بریدونه شوي چې شاوخوا ۳۰ کسان په کې وژل شوي دي.

تېر (۲۰۲۲ز کال) کې هلته ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول، چې تر ۶۰ زیات مشران ځوانان سیاستوالان دیني عالمان ښځینه او هم امنیتي سرتیري په کې وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ خلاف ځايي ولس وخت په وخت مظاهرې او پرلتونه هم کړي دي او له حکومت او پوځ نه یې د امنیت د ټینګولو غوښتنه کړې ده. خو د پوځ او حکومت لوړپوړو چارواکو په وار وار ویلي چې د وسله والو پر ضد یې عملیات کړي او د امنیت د ټینګښت لپاره یې کوټلي اقدامات کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې یو لوړ پوړي پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط څو ورځې وړاندې مشال راډیو ته ويلي ول، پوځ د روزانه په بنیاد د وسله والو خلاف عملیات کوي چې په ترڅ کې یې وسله والو ته د هغه په وینا درنه مرګژوبله اوړي.

پوليسو ويلي چې د عتیق الرحمن د وژنې مقدمه يې د نامعلومو وسلوالو ضد دایره کړې خو لا يې په دې تړاو څوک نه دې نيولي. تر وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

ملي جمهوري غورځنګ نن( جولای ۱۰مه) هم په کراچۍ، کوټه، اسلام اباد او ميرامشاه کې د عتیق الرحمن د وژنې ضد احتجاجونه اعلان کړي دي.

XS
SM
MD
LG