د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کشمور کې د خالد خان بېټني خوشې کولو لپاره احتجاجي پرلت روان دی


د سیند صوبې د بشري حقونو فعالان د تښتونو او باج اخیستنې پر ضد احتجاج کوي - انځور له ارشيفه
د سیند صوبې د بشري حقونو فعالان د تښتونو او باج اخیستنې پر ضد احتجاج کوي - انځور له ارشيفه

د سیند صوبې د ټرانسپورټرانو اتحادیې مشرانو او غړو د خیبر پښتونخوا د اوسېدونکي خالد خان بېټني د خوشې کولو په موخه په کشمور کې احتجاجي پرلت وهلی او پنجاب ته تللې لویه لار یې تړلې ده.

د خالد خان بېټني ورور جهانزيب بېټني د جولای پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې پرلت ته له کراچۍ او خیبر پښتونخوا څخه خلک ورغلي او نور کسان هم ورځي.

هغه وايي، ورور یې د جون پر ۲۴مه د کشمور د کچې سیمې په کندکوټ کې غلو تښتولی دی نو ځکه یې هلته احتجاج پيل کړی. د هغه په وينا، تښتونکي ترې يو کروړ روپۍ تاوان غواړي.

خالد خان بېټنی د خیبر پښتونخوا د ټانک سیمې دی. هغه د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې وسلوالو وتښتاوه. وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني. په يوه بله ويډيو کې ښکاري چې هغه په زنځيرونو تړل شوی او تشدد پرې کېږي.

د نوموړي د خوشې کولو لپاره پښتون ژغورنې غورځنګ هم مظاهرې کړې دي. د غورځنګ مشر منظور پښتين پر خپل رسمي فېسبوک ليکلي چې ځايي انتظامیې د کشمور له پرلتوالو سره وعده کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې به خالد بېټني خوشې شي.

د هغه د خوشې کولو لپاره د ټرانسپوټرانو او نورو کاروباریانو د شریکې کمېټۍ يو مشر لایق زاده بېټني د جولای پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د بېټني تر خوشې کېدو پورې پرلت نه ختموي.

د هغه په خبره، د کشمور پوليسو او ضلعي انتظاميې ورسره یوشمېر ځلې مذاکرات کړي خو د بېټني د خوشې کېدو او په سیند کې د پښتنو د ژوند خوندي کولو غوښتنې یې لا هم نه دي پوره کړي.

تر دې مخکې د ټرانسپورټرانو اتحادیې غړو د خالد بېټني خوشې کولو لپاره په کراچۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري کور، بلاول هاوس، مخې ته هم احتجاج کړی وو.

مظاهرچيانو پر نوموړي غږ کړی وو چې په سیند صوبه کې د هغه پیپلز ګوند واکمن دی نو ځکه دې د خالد بېټني ژوند ژغورلو لپاره پولیسو ته د کوټلیو اقداماتو اخیستو ووايي.

د سيند د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام مېمن د جولای پر ۱۷مه د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې ويلي ول چې د سيند او پنجاب پر پوله د دواړو صوبو پوليسو د کچې سيمې د غلو پرضد ګډ عمليات پيل کړي. مېمن هوډ ښوولی چې د بېټني په شمول يوشمېر نور تښتول شوي کسان به هم ژر خوشې شي.

دا لومړی ځل نه دی چې غله په سیند صوبه کې پښتانه کاروباریان او کارکوونکي تښتوي. تر دې وړاندې هم یوشمېر ځلې پښتانه ډرېوران د پیسو لپاره تښتول شوي دي. له هغوی څخه یې د ډېریو کورنیو برمته ګرو ته پیسې ورکړي او بیا یې خپل کسان خلاص کړي دي.

XS
SM
MD
LG