د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف اعلان کړی چې د اګست پر نهمه به قامي اسمبلۍ ماته کړي.
شریف د اګست پر شپږمه د پنجاب په قصور کې يوې جلسې ته وويل چې له دې نیټې وروسته به نګران حکومت چاري مخته وړي او انتخابات به وکړي.
هغه د نګران حکومت د وزيراعظم د نوم په اړه څه ونه ويل، خو ژمنه یې وکړه چې که هر څوک پر هغې څوکۍ راشي، له درغليوو پاکې ټاکنې به وکړي.
په پاکستان کې دا مهال په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې نګران حکومتونه دي خو د مرکز ترڅنګ په سیند او بلوچستان صوبو کې منتخب اسمبلیانې ديچې موده یې روانه میاشت پای ته رسېږي.
په پاکستان کې د قانون له مخې منتخب حکومت خپله پینځه کلنه موده تر پوره کولو وروسته واک نګران حکومت ته سپاري چې هغه بیا د ټاکنو له کمېشن سره په ګډه په ۹۰ ورځو کې انتخابات کوي او چارې نویو واکدارانو ته سپاري.
له قانون سره سم، د پارلېمان واکمن او مخالفه ګوندونه په شریکه د لنډمهالي حکومت چارواکي ټاکي.
په پاکستان کې وروستي انتخابات د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۲۵مه شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وزیراعظم شوی وو.
د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ ليرې کړ او پر ځای یې د مسلم لیګ (ن) شهباز شریف د اېتلافي حکومت نوی مشر شو.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحريک انصاف په وار وار ويلي چې وفاقي حکومت انتخابات کول نه غواړي خو شهباز شریف د قصور جلسې ته وویل چې په خپل وخت د انتخاباتو کولو ته ژمن دی.
د قانون له مخې، په پاکستان کې په هرو پینځه کلونو کې د صوبې او مرکز په کچه انتخابات کېږي چې په نتیجه کې یې د صوبو او وفاق لپاره اسمبلیانې جوړېږي. صوبایي اسمبلۍ د رایو له لارې وزیراعلا انتخابوي او قامي اسمبلي وزیراعظم ټاکي.
په پاکستان کې وزیراعظم د پینځه کلونو لپاره ټاکل کېږې خو د ۱۹۷۳ز کال د ایین له نافذېدو راهیسې تر اوسه یوه هم خپل وخت نه دی پوره کړی. په هغه هېواد کې تراوسه ۲۸ وزیراعظمان تېر شوي دي چې اوسنی هغه یې شهباز شریف دی.