د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم شهباز شریف قامي اسمبلۍ ته وروستۍ وینا وکړه


د پاکستان قامي اسمبلۍ د تالار یوه څنډه - پخوانی انځور.
د پاکستان قامي اسمبلۍ د تالار یوه څنډه - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د هېواد قامي اسمبلۍ ته وروستۍ وینا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړی د هېواد ولسمشر ډاکتر محمد عارف علوي ته د اسمبلۍ د ړنګولو سپارښتنه کوي.

له قانون سره سم، که ولسمشر د وزیراعظم لیک په ۴۸ ساعتونو کې لاسلیک نه کړي نو قامي اسمبلي به خپله ماته شي.

د پاکستان دولتي راډیو د اګست پر نهمه په یو رپورټ کې د وزیراعظم په حواله لیکلي دي چې د لنډمهالي حکومت جوړولو لپاره مشورې روانې دي.

د رپورټ له مخې، وزیراعظم شریف ویلي دي چې په دې لړ کې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن له مشر راجا ریاض سره خبرې کوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اګست پر نهمه وزیراعظم قامي اسمبلۍ ته په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې د اګست نهمې پر شپه ولسمشر ته د اسمبلۍ تحلیلولو لیک استوي.

نوموړي وویل، د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته ورباندې پارلېمان باور وکړ او د ده په مشرۍ اېتلافي حکومت هڅه وکړه چې په "ډېرو سختو حالاتو" کې د ستونزو د هواري لارې ولټوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د تېر کال د لویو سېلابونو او د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور پروګرام بحالۍ ترڅنګ د نورو موضوعاتو مثالونه ورکړل.

شریف دعوه وکړه چې وفاقي اېتلافي په خپله څه باندې یو کلنه موده کې د هېواد اقتصادي او سیاسي وضعیت په ښه کولو کې بریالی شو.

نوموړي تر دې مخکې په اسلام اباد کې د وفاقي کابینې د وروستۍ غونډې مشري وکړه. نوموړي د اګست پر نهمه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، لیکلي چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې له لویو چیلېنجونو سره مخامخ شو خو له ټولو سیاسي قوتونو سره یې په ګډه د جمهوریت دفاع وکړه.

په پاکستان کې دا مهال په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې نګران حکومتونه دي خو په سیند او بلوچستان صوبو کې منتخبې اسمبلۍ دي چې پینځه کلنه موده یې په روانه اګست میاشت کې پای ته رسېږي.

په پاکستان کې د قانون له مخې منتخب حکومت خپله پینځه کلنه موده تر پوره کولو وروسته واک نګران حکومت ته سپاري چې هغه بیا د ټاکنو له کمېشن سره په شریکه په ۹۰ ورځو کې انتخابات کوي او چارې نویو واکدارانو ته سپاري.

له قانون سره سم، د پارلېمان واکمن او مخالفه ګوندونه په شریکه د لنډمهالي حکومت چارواکي ټاکي.

په پاکستان کې وروستي انتخابات د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۲۵مه شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وزیراعظم شوی وو.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ ليرې کړ او پر ځای یې د مسلم لیګ (ن) شهباز شریف د اېتلافي حکومت نوی مشر شو.

په پاکستان کې وزیراعظم د پینځه کلونو لپاره ټاکل کېږې خو د ۱۹۷۳ز کال د ایین له نافذېدو راهیسې تر اوسه یوه هم خپل وخت نه دی پوره کړی. په هغه هېواد کې تراوسه ۲۸ وزیراعظمان تېر شوي دي چې اوسنی هغه یې شهباز شریف دی.

XS
SM
MD
LG