د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په باجوړ کې د ۴ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


په باجوړ کې امنیتي سرتېري د بمونو شنډولو او لټون عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.
په باجوړ کې امنیتي سرتېري د بمونو شنډولو او لټون عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې په نښته کې د څلورو مشکوکو وسلوالو او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د درو پولیسو د وژنې دعوې کړې دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې امنیتي سرتېرو د اګست پر ۱۲مه شپې مهال د وسلوالو د موجودګۍ تر اطلاع ترلاسه کولو وروسته د باجوړ په چارمنګ کې عملیات کول چې پر مهال یې نښته وشوه.

بیان وايي چې په نښته کې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول او یو ګرفتار شو.

پوځ وايي چې په نښته کې یو سرتېری ووژل شو او امنیتي ځواکونو د پېښې له ځایه وسله هم ترلاسه کړې ده.

ای اېس پي ار زیاتوي چې هغه وسلوال په یوشمېر بریدونو کې ککړ ول خو له دې پرته یې نور معلومات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې تحریک طالبان پاکستان په بیان کې ویلي دي چې پولیسو ورباندې حمله کړې وه چې پکې یې درې ملګري وژل شوي دي.

هغه ناقانونه ډله دعوه کوي چې په نښته کې یې درې پولیس وژلي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ او د ټي ټي پي د دعوو تصدیق نه شي کولای.

په خیبر کې د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسه شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00

په باجوړ کې تازه پېښه پر داسې مهال شوې ده چې هلته په وروستیو کې ناامني زیاته شوې ده.

د اګست پر نهمه په باجوړ کې د اېف سي ځواک پر ګاډي په برید کې یو سرتېری ژوبل شو. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې مخکې د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په خار تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د ضلعي غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې ۶۳ تنه وژل شوي ول او تر ۱۰۰ زیات ژوبل ول.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

تر هغې پېښې څه د پاسه یوه اوونۍ وروسته د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوي څانګې (سي ټي ډي) وویل چې د باجوړ برید په تړاو یې یو مشکوک کس نیولی او ورڅخه پلټنې روانې دي.

د سي ټي ډي لوړپوړي چارواکي سهېل خالد د اګست پر نهمه په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال دا هم وویل چې د خیبر ضلعې په جمرود کې یې پر جومات د ځانمرګي برید په تړاو اته مشکوک کسان نیولی دي. نوموړي وویل، د جولای پر ۲۵مه د جمرود په غار اوبو کې برید د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو په لواړګي کې د خپلو ملګرو په مرسته تنظیم کړی وو.

هغې وسلوالې ډلې لا د پولیسو د هغه چارواکي څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي او پر جومات د ځانمرګي برید ذمه واري هم چا نه وه منلې.

تر نوموړي مخکې د پېښور پولیسو ویلي ول چې د سي ټي ډي په تاڼه کې یې د پینځو مشکوکو وسلوالو پرضد پر جومات د برید د تنظیمولو او ترسره کولو په تور مقدمه دایره کړې ده.

د پېښور پولیسو د جولای پر ۲۸مه په بیان کې ویلي ول چې د جولای پر ۲۵مه د انصار افغاني په نوم یو کس د جمرود په غار اوبو کلي کې د جومات دننه ځانمرګی برید کړی وو چې پکې د علي مسجد اېډېشنل تاڼېدار عدنان اپرېدی وژل شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د خیبر، باجوړ او پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې بریدونه شوي دي.

د اګست پر دویمه د خیبر په تیرا کې پر امنیتي پوسته په وسلوال برید او نښته کې د اېف سي ځواک دوه سرتېري ووژل او څلور ژوبل شول.

د جولای پر ۲۰مه د خیبر ضلعې په باړه کې د پخواني تحصیل پر ودانۍ په ځانمرګو بریدونو کې څلور پولیس ووژل شول او د پینځو سرتېرو په ګډون ۱۰ تنه ژوبل شول.

د رسنیو په وینا، تر دې یوه ورځ مخکې په پېښور او ډېره اسماعیل خان کې په وسلوالو حملو کې درې پولیس سرتېري ووژل شول.

داراز، د جولای پر ۱۸مه د پېښور په حیات اباد کې د اېف سي ځواک له یوه ګاډي سره نېږدې په ځانمرګي برید کې اته تنه ژوبل شول.

په وروستیو کې په سیمه کې د زیاتېدونکو بریدونو پرضد پراخې مظاهرې هم شوې دي. د جولای پر ۲۵مه د خیبر سیاسي اتحاد غړو او مشرانو او ګڼو ولسي وګړو او فعالانو په تیرا کې "د سولې لاریون (امن مارچ)" کړی وو چې پر مهال یې له حکومته د وسلوالو ډلو پرضد د پرېکنده او بې توپیره اقداماتو غوښتنه وکړه.

د پېښور پولیس او د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د ناامنۍ مخنیوي لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی او د صوبې په بېلابېلو برخو کې د وسلوالو پرضد عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG