د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر خلکو له باړې تر تېرا په احتجاجي لاريون کې د امن غوښتنه وکړه


د امن مارچ ګډونوال
د امن مارچ ګډونوال

د خیبر ضلعې ځينو خلکو له باړې څخه تيرا ته په احتجاجي لاريون وتلي دي. دوی دغه احتجاج ته "امن مارچ" نوم ورکړی دی.

احتجاج کوونکي په خیبر کې د امن غوښتنه کوي. دا لاريون د خیبر باړې سياسي اتحاد لخوا راغوښتل شوی چې پکې سياستوال، مدني فعالان، د ځوانانو تحريک غړي او د بشري حقونو لپاره کار کوونکي شامل دي. په احتجاج کې شامل د جماعت اسلامي د خیبر ضلعې جنرل سيکريټري سلطان اکبر د جولای پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې تر ۶۰۰۰ پورې خلک په لاريون کې برخه لري او په تيرا کې په جلسه کې د شل زره کسانو د ګډون هيله لري.

اکبر زیاته کړه چې نه یوازې په خیبر ضلع بلکې په ټوله خیبر پښتونخوا کې ناامني ده نو ځکه دوی په مظاهرې کولو مجبور شول. هغه مشال راډيو ته وويل: "امن د ټولو خلکو مسله ده. که ښځې دي که نر. موږ په سوله ییز ډول غواړو چې امنيتي ادارې په دې پوهه کړو چې زموږ سيمې ته امن راولي. موږ د چا په خلاف نه يو. يوازينی امېد مو دا دي چې په خیبر پښتونخو کې امن وي."

د جولای پر ۲۰مه په باړه کې دوو ځانمرګو بریدونو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې وه. تر دې مخکې هم په دغه سيمه او د خيبر ضلعې په ځينوو نورو ځايونو کې هدفي بريدونه شي او خلک تښتول شوي دي. د باړې یو سیاسي مشر حلیم ګل اپریدي د جولای پر ۲۱مه مشال راډیو ته ويلي وو چې دا ځل خلک کډه کول نه غواړي بلکې د امنیت سم ساتلو لپاره پر حکومت د سوله ییزو احتجاجونو له لارې فشار اچوي.

د تيرا د سياسي اتحاد غړو او سوداګرو د اپرېل پر ۱۱مه مشال راډيو ته ويلي وو چې په تيرا کې په رڼا ورځ وسله وال ليدل شوي دي. دوی وايي د اوږدې مودې تر ناامنۍ او کډوالۍ وروسته يې په سيمه کې امن بحال شوی او په هېڅ صورت نه غواړي چې سيمه يې يو ځل بيا ناامنه شي.

په دې اړه د تیرا د سوداګرو اتحاديې مشر شېر محمد اپرېدي مشال راډيو ته وويل، ځايي ولس د وسلوالو په ليدو وېرېدلی دی. "په ټولو ځايونو کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو چېک پوسټونو دي، خو هغوی (وسلوال) ورباندې راتېر شول او د بازار زخه خیلو نه د دوه توی پر لار تیرا باغ میدان ته راورسېدل."

نوموړي زياته کړه چې وسله لرونکي کسان په ښکاره کلاشنیکوف او راکټ لانچرې په لاس په بازار کې ګرځېدلي دي. بلخوا د توحيد الاسلام په نوم د خیبر زخه خېلو امن تنظیم يو مشر د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ویلي چې وسلوال د هغوی د تنظيم غړي ول او تيرا ميدان ته د چا خلاف نه ول تللي بلکې د هغه په وينا، هلته يوازې د جرګو مرکو لپاره تللي ول.

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۸ کال کې په خیبر او همدا راز په نورو قبایلي ضلعو کې په بېلا بېلو وختونو کې پوځي عملیات کړي ول چې له وجې میلیونونه خلک بې کوره او کډوال شوي ول او د نښتو او ناامنۍ پر مهال د لکونو خلکو کورونه ړنګ یا زیانمن شوي ول.

د امن مارچ يو بل غړي اميرشاه د جولای پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې خلک ډير په جذبې سره احتجاج ته ورغلي دي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان امنيتي ادارې ادعا کوي چې په نړۍ کې تر ټولو ښې ادارې دي نو بیا امن ولې نه راځي. هغه وویل: "موږ امن غواړو. دا د ریاست ذمه واري ده چې د ناامنۍ مخه ونیسي. دوی وايي چې د دنيا اول نمبر امنيتي ادارې دي نو امن دې پر ځای کړي."

تر اوسه پورې نه د خیبر پښتونخوا صوبايي او نه هم د پاکستان وفاقي چارواکو له باړې تر تيرا د امن مارچ د ګډونوالو د غوښتنو په اړه څه ويلي دي. خو تر دې مخکې د پاکستان پوځ او حکومت ويلي وو چې د قبايلي سيمو په بېلابېلو سیمو کې یې هدفي عمليات روان ساتلي دي. پوځ په دې عملياتو کې وخت په د وسله والو د وژلو او نيولو ادعاوې هم کوي.

XS
SM
MD
LG