د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر پر انګور اډه او تورخم له ستونزو سر ټکوي


په تورخم کې افغانستان ته د تلو په انتظار ولاړو لاریو ترڅنګ یو تن تېریږي ـ پخوانی انځور.
په تورخم کې افغانستان ته د تلو په انتظار ولاړو لاریو ترڅنګ یو تن تېریږي ـ پخوانی انځور.

سوداګر وايي د انګور اډې او تورخم پر لارو د مال وړلو پر مهال د شته ستونزو له کبله د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت کم شوی دی.

د وزیرستان د سوداګرو د خونې مشر سیف الرحمن وزیر د اګست پر۲۰مه مشال راډیو ته وويل چې د يو څو سوداګرو ترمینځ د کاروباري شخړې له کبله ګاډی يوې بلې غاړې ته تګ راتګ نه شي کولای.

نوموړي زیاته کړه چې پخوا به هره ورځ پر دې لار شاوخوا ۳۰۰ ګاډو تګ راتګ کاوه، خو اوس د ورځې يوازې دوه یا درې ګاډي ځي راځي.

ده وویل چې له دې وجې په تېرو ۸ مياشتو کې ځینو کسانو کاروبارونه نورو سيمو ته وړي دي او ځینې بیا دوبۍ ته تللي دي.

سیف الرحمن وزیر چارواکي په دې تورن کړل چې د څو کسانو له خوا جوړه شوې داسې ستونزه نه هواروي د کوم له کبله چې ټول تجارت اغېزمن شوی دی.

خو د جنوبي وزیرستان مرستيال کمېشنر یاسر سلیمان کنډي د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وويل چې دوی له افغان چارواکو سره رابطه کړې ده او د دې لانجې د هوارولو لپاره د يوې جرګې وربللو پلان لري.

بل پلو د تورخم له لارې کاروبارکونکي هم هلته له ورپېښو مشکلاتو سر ټکوي او د دواړو هیوادونو له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو ته دې مناسبه پاملرنه وکړي.

د تورخم له لارې افغانستان ته مال لېږونکي مجیب شینواري د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په تورخم کې زیاتره وخت د دواړو خواوو د ځواکونو ترمینځ پر معمولي خبره تر بحث او تکرار وروسته دروازه وتړل شي.

د ده په وینا، د دې له کبله بیا له مالونونو ډک ګاډي ایسار پاتې شي چې له امله یې عامو سوداګرو ته هره ورځ په لویه کچه تاوان رسېږي.

هغه وویل '' که دروازه د تجارت لپاره هر وخت خلاصه وي او د پاکستان او افغانستان پر سرحدونو موجود کسانو واکونه کم کړي نو په تجارت به ورسره اغیز نه پریوزي.''

ځینې سوداګر وایي چې کله له کراچۍ افغانستان ته مالونه ورسوي نو کراچۍ ته تلونکی خالي کنټینرو ته طالب چارواکي تر څو ورځو د بېرته تلو اجازه نه ورکوي.

د دوی په وینا، طالب چارواکي‌ تر څو ورځو پورې دوی په یوه او بله پلمه ځنډوي. خو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی کړی چې دوی رښتیا هم داسې کوي‌ او که نه؟

د پاکستان او افغانستان ګډ چیمبر اف کامرس اینډ انډسټریزمشر ډاکټر مخلص وایي، پاکستاني چارواکي باید د یو ګاډي په سر یو ډرایور او یو کلېنډر له ویزې اخیستو مستثنا کړي، تر څو په تګ راتګ کې چټکوالی او اساني رامنځته شي.

په پاکستان کې د ګمرک چارواکي ادعا کوي چې کاروباریانو ته یې اسانتیاوې برابرې کړي او په تورخم کې یې د ټرمینل په جوړولو کار پیل کړی دی.

د دوی په وینا، د هم دې له کبله په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان له خوا افغانستان ته په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.

دوی وایي په په ۲۰۲۱ز کال کې افغانستان ته خواوشا د ۹۰میلیونو ډالرو مالونه صادر شوي ول او په ۲۰۲۲ز کال کې دغه تجارت ۱۶۲میلیونو ډالرو ته لوړ شو.

پاکستان د ۲۰۱۶م کال د جون له لومړۍ نېټې پر تورخم او چمن لارو د تلونکو راتلونکو لپاره د قانوني اسنادو لکه پاسپورټ او ویزه درلودل لازمي کړي وو.

XS
SM
MD
LG