د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان نن د کرکټ د دريو يو ورځنيو لوبو لومړۍ لوبه کوي‌


د پاکستان او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو لوبډلمشران د اګست پر ۲۱مه په سري لنکا کې د لوبلړۍ له جام سره ولاړ دي.
د پاکستان او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو لوبډلمشران د اګست پر ۲۱مه په سري لنکا کې د لوبلړۍ له جام سره ولاړ دي.

د افغانستان او پاکستان ترمينځ د کرکټ دريو ۵۰ اووره يا یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه نن (د اګست پر ۲۲مه) په سري لنکا کې کېږي.

ټاکل شوې ده چې دا لوبه د سري لنکا په همبنټوټا ښار کې د پېښور پر وخت ماسپښین دوه نیمې او د کابل پر وخت دوې بجې پیل شي.

د دې لوبلړۍ دويمه لوبه به د اګست پر ۲۴مه په همبنټوټا او درېيمه هغه به یې د اګست پر ۲۶مه په کولمبو کې کېږي.

د دې لوبلړۍ کوربتوب افغانستان کوي. افغانستان تر دې وړاندې په متحده عربي اماراتو، هندوستان او قطر کې د خپلو مېلمه لوبډلو کوربتوب کړی دی.

د اګست پر۲۱مه په همبنټوټا کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو لوبډلمشرانو د هغې لوبلړۍ لپاره له غوره شوي جامه هم پرده پورته کړه.

بابر اعظم او حشمت الله شهيدي د لوبلړۍ لپاره له غوره شوي جام څخه پرده پورته کوي.
بابر اعظم او حشمت الله شهيدي د لوبلړۍ لپاره له غوره شوي جام څخه پرده پورته کوي.

دا جام یا ټرافي چې د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت جوړ شوی، پاسنۍ برخه یې د کرکټ د توپ په څېر د افغاني لاجوردو، تنه یې د هلمند له رخام ډبرو او لاندې برخه یې له کونړي لرګیو جوړه شوې ده.

د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهيدي او د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم پر دې مهال خبري غونډّ هم وکړه.

له پاکستان سره په تېر ۲۰ اووره جام کې هم د افغانستان کرکټ بورډ یوه وړه افغاني غالۍ د جام یا ټرافۍ په توګه وړاندې کړې وه چې افغان لوبغاړو د سیریز په ګټلو بېرته کور ته راوړه.

افغانستان او پاکستان تر دې دمه په ۲۰۱۲ز، ۲۰۱۴ز، ۲۰۱۸ز او ۲۰۱۹ز کلونو کې څلور یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي چې ټولې یې پاکستان ګټلي دي.

افغان لوبډلې بیا د روان ۲۰۲۳ز کال په مارچ مياشت کې له پاکستانه د دريو ۲۰ اووره لوبو لړۍ د يو په مقابل کې په دوو لوبو ګټلې وه.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې پاکستانۍ لوبډله به د افغانستان پر وړاندې د درو یو ورځنیو لوبو له ترسره کولو وروسته د اګست پر ۲۷مه د اسیا جام لوبو لپاره پاکستان ته ستنېږي.

ټاکل شوې چې د کرکټ اسیا جام د اګست له ۳۰مې د سېپټېمبر تر ۱۷مې په پاکستان او سري لنکا کې ترسره کېږي.

د هغه جام لومړۍ لوبه به د پاکستان او نیپال ترمينځ په ملتان کې وي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سېپټېمبر پر درېيمه د بنګلادېش پر وړاندې په لاهور کې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG