د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پولیسو په بند کې د یو ځوان د مبینه وژنې پرضد احتجاج شوی


د اګست پر ۳۱مه هغه امبولانس ته خلک ورټول شوي چې د نعمت الله مړی پکې دی
د اګست پر ۳۱مه هغه امبولانس ته خلک ورټول شوي چې د نعمت الله مړی پکې دی

د کراچۍ پولیسو په تحویل کې د بلوچستان د پښتون میشتې سیمې پښین د یو ځوان د مبینه وژنې خلاف پښتونخوا ملي عوامي ګوند احتجاج کړی دی.

د اګست پر ۳۱مه د کراچۍ په صدر کې په هغه احتجاج کې شامل د وژل شوي ځوان ورور رحمت الله او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو تور پورې کړی چې نعمت الله د پولیسو په تحویل کې د تشدد له لاسه وژل شوی دی.

رحمت الله مشال راډيو ته وویل چې ورور یې د چایو په هوټل کې مزدوري کوله او موبایل یې له پینځو ورځو راهیسې بند وو.

د ده په وینا، د اګست پر ۳۰مه ورته پوليسو خبر ورکړ چې ورور یې په بند کې دی او یوه ورځ وروسته یې ورته وویل چې هغه ځان وژلی دی.

رحمت الله زیاته کړه، ''ماښام یې زما اوښي ته ټیلیفون کړی وو چې دا ګرفتار شوی څوک ورپسې راشئ. بیا راته څه اطلاع رانغله. وروسته یې راته سهار اته بجې ټیلیفون وکړ چې ورور دې خودکشي کړې ده، راشئ پورته یې کړئ.''

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په سیند کې د یو پښتون د وژنې ضد احتجاج وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

د احتجاج ګډونوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو ځايي مشر علاوالدین مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې نعمت الله سره له دوه نورو ملګرو پولیسو نیولی وو خو د پيسو غوښتنه یې ترې کوله او تشدد یې ورباندې کړی دی.

بلخوا د کراچۍ د سټي پولیس چارواکي ایس ایس پي عارف عزیز ادعا کړې چې نعمت الله او ملګري یې پولیسو او حساسو ادارو د لس کلوګرامه چرسو سره نیولي ول. پر هغوی تور دی چې د بلوچستان د حب له لارې یې کراچۍ ته نشه یي مواد وړل کول.

د کراچۍ کلري پوليسو د اګست پر ۳۱مه له رسنیو سره به شریک کړي خبر کې دعوه کړې چې نعمت الله د پولیسو په بند کې ځان ته زندۍ اچولې او ځانوژنه یې کړې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو چارواکي عبدالرب دراني بيا مشال راډيو ته وویل چې دوی د انصاف غوښتنه کوي او غواړي چې د هغو پوليسو پرضد کارروايي وشي چې پر نعمت االله یې تشدد کړی او هغه یې وژلی دی.

احتجاج کوونکو وويل چې په کراچۍ کې دا لومړی ځل نه دی چې د پوليسو په تشدد او ځورولو يو تن ووژل شوی بلکې د دوی په وینا، تر دې وړاندې هم د کراچۍ او سيند صوبې پر پوليسو داسې تورونه لګېدلي دي.

د ۲۰۲۳م کال د جولايی په مياشت کې د سيند صوبې په خېر پور سيمه کې له باجوړ سره تعلق لرونکی سلطان محمود په نوم يوتن د پوليس په تشدد کې د وژل کېدو ويل شوي ول. خو پوليس تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG