د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم لاره نن پر درېیمه ورځ هم تړلې ده


د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

په تورخم کې د لارې بندېدو له وجې دواړو غاړو ته ایسار پاتې کسان د پاکستان له حکومت او همدا رنګه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ غواړي چې د خلکو ستونزو په پام کې نیولو سره دې یوې نتیجې ته سره ورسېږي او لاره دې خلاصه کړي.

دروازې د تړل کېدو په درېیمه ورځ هم د زرګونو په شمېر کې خلک د تورخم نه پورې راپورې ایسار پاتې دي چې پکې ځینې یې ناروغان هم دي. د تورخم لاره د سېپټېمبر په شپږمه د پاکستاني ځواکونو او د طالب سرتېرو ترمنځ له ډزو وروسته وتړل شوه.

په تورخم کې پاکستانيو چارواکو د سېپټېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته ویلی وو چې پېښه ماسپښین مهال هغه وخت وشوه چې د تورخم هغې غاړې ته واکمنو طالبانو مورچه جوړوله او د پاکستان امنیتي ځواکونو منع کړل. له دې سره دواړو غاړو پر یو بل ډزې وکړې.

د خیبر د انتظامي چارواکو په وینا، سېپټېمبر پر شپږمه، نښته تر شاوخوا دوو ساعتونو پورې روانه وه چې پکې د اېف سي ځواک یو سرتېری ژوبل شوی او هلته ولاړ ګاډي او ودانۍ په مرمیو لګېدلي دي او ورته زیان اوښتی دی.

په تورخم کې د خیبر د پولیسو یو مشر ناهید خان اپرېدي د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې د چارشنبې (شورو) ورځې تر نښتې وروسته اوس په سیمه کې ارامي ده او "د کسټم (ګمرک) د تحصیلدار دفتر په ګولیو لګېدلی دی خو داسې څه لوی زیان نه دی شوی."

په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ یو چارواکي شاهد الله مشال راډیو ته وویل چې هغې خوا ته هم یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده خو کره شمېر یې و نه ښود.

په لنډي کوتل کې ایسار پاتې ځینو افغانانو مشال راډیو ته وویل، د لارې بندېدو یې ستونزې سېوا کړې دي. د نبی الله په نوم یو افغان مساپر د سېپټېمبر په اتمه نېټه مشال راډیو ته وویل: "په پېښور کې تر درملنې وروسته د سېپټېمبر په شپږمه بیرته وطن ته روان وو چې دلته جګړه شروع شوه او موږ ایسار پاتې شو. تر اوسه دلته بند پاتې یو. د لنډی کوتل خلکو راته د چایو او ډوډۍ بندوبست کړی، ښه چلند یې راسره کړی خو بیا هم په مشکل کې یو او د دروازې خلاصېدو ته انتظار کوو."

د سېپټېمبر په شپږمه د پاکستاني ځواکونو او د طالب سرتېرو ترمنځ له ډزو وروسته د دواړو لوریو د چارواکو ترمنځ نه کومه غونډه تر دې مهاله شوې او نه هم ویل شوي چې د تورخم لاره به بیا کله پرانیستل کېږي؟

د اختر محمد په نوم یو بل مساپر د سېپټېمبر په اتمه مشال راډیو ته وویل: "کله چې د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزې کېدې زه سره د خپلو ماشومانو په تورخم دروازه کې موجود وم، مرګ راباندې تېر شو او په مشکله مو ځانونه لنډي کوتل ته ورسول. اوس دلته پراته یو او هیله لرو چې لاره ازاده شی او موږ خپل کلي ته لاړ شو."

د تورخم لارې تړل کېدو له وجې نه یوازې دا چې د مساپرو تګ راتګ بند شوی بلکې تجارت هم ځنډېدلی دی. دواړو غاړو ته په مالونو بار ګاډي ولاړ پاتې دي. په تورخم کې د ګمرک دفتر او همدا رنګه د صادراتو او وارداتو خونې هم تړلې دي.

د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر ارشاد مومند د سېپټېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، تر اوسه هغوی ته له اسلام اباده داسې معلومات نه دي ورکړل شوي چې د لارې د پرانیستو په اړه څه اقدامات شوي او که نه؟ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر په اوومه رسنیو ته ویلي ول چې له پاکستانیو چارواکو سره یې خبرې پیل کړې دي او هڅه کوي چې ژر مسله هواره کړي.

په تورخم کې تر دې مخکې هم د دواړو خواوو د سرتېرو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې شوې دي چې له کبله یې د خلکو تګ راتګ او دوه اړخیزه سوداګري ځنډېدلې ده.

د اګست پر پینځمه د پاکستان اېف سي ځواک او د طالبانو د سرتېرو ترمینځ تر شخړې وروسته د تورخم دروازه تر څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه. په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ناروغانو پاکستان ته د نه پرېښودو پر سر هم څو څو وارې تورخم دورازه تړل شوې او بیا خلاصه شوې ده.

XS
SM
MD
LG