د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د طالبانو له حکومته د ټي ټي پي پر ضد د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده


په شوال کې د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو د ګزمې پخوانی انځور.
په شوال کې د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو د ګزمې پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جېلاني د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې په افغانستان کې دې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پرضد ''عملي اقدامات'' وکړي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۱مه په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې کلنۍ غونډې پر مهال د ترکیې له ټي ار ټي ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د ټي ټي پي او اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګې په ګډون د نورو وسلوالو موجودګي نه یوازې د پاکستان بلکې د سیمې د هېوادونو لپاره د ژورې اندېښنې وړ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر شپږمه چې د ټي ټي پي ګڼو وسلوالو په چترال کې پر امنیتي پوستو برید وکړ نو د پاکستان پوځ وویل چې هغه وسلوال هم له کونړ او نورستان ولایتونو وراوښتي ول.

خو ټي ټي پي ويلي دي چې له خورا زیات وخت راهیسې یې په چترال کې دي او د دې ډول بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې کارولو اړتیا نه لري.

تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرال منیر د اګست پر ۱۳مه یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارولو ته نه پرېږدي.

د طالبانو حکومت لا د جېلاني د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ټي ټي پي په افغانستان کې پټنخایونه نه لري، د داعش ډلې پر ضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د اسلام اباد د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ یو پلاوی د سېپټېمبر پر ۲۱مه کابل ته ورسېد او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.

د طالبانو حکومت د سېپټېمبر د ۲۱مې نېټې په ماښام وویل چې متقي له دراني غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې دې د افغانانو ګرفتارۍ ودروي او د ټرانزېټ سوداګرۍ په لاره کې دې ولاړ خنډونه لیرې کړي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت روانه میاشت وویل چې هغه افغانان هېواد ته ستنوي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. داراز، په کراچۍ کې پولیسو د سېپټېمبر له نهمې راهیسې سلګونه افغانان نیولي دي.

افغانان وايي د ګرفتارۍ له وېرې د کراچۍ له کیمپه بهر نه شي وتلای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00
XS
SM
MD
LG