د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب حکومت د سترګو ناروغۍ مخنیوي لپاره ښوونځي تړلي دي


په لاهور کې یو کس د سکول تر تړل کېدو وروسته ماشومه کور ته بیايي - د سېپټېمبر ۲۸مې انځور.
په لاهور کې یو کس د سکول تر تړل کېدو وروسته ماشومه کور ته بیايي - د سېپټېمبر ۲۸مې انځور.

د پنجاب حکومت د لچ (اشوب چشم) په نوم د سترګو د خپرېدونکې وایرسي ناروغۍ مخنيوي لپاره تر څلورو ورځو پورې د صوبې د ټولو ښوونځيو تړلو فیصله کړې ده.

د صوبې د لنډمهالي اعلاوزیر محسن نقوي دفتر د سېپټېمبر پر ۲۷مه په بيان کې ویلي چې حکومتي او شخصي سکولونه به د سېپټېمبر له ۲۸مې څخه د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې تړلي وي.

بیان زیاتوي چې په هر ټولګي کې له شپږو څخه په پينځو ماشومانو کې د سترګو د التهاب هغه ناروغي موندل شوې ده.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ليکلي چې په روانه اوونۍ کې حکومتي روغتونونو ته د ورځې له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې ناروغان ورغلي دي چې زیاتره يې په لاهور ښار کې دي.

د لچ ناروغۍ تر خپرېدو وروسته، د سېپټمېبر پر ۲۴مه د پنجاب د لنډمهالي حکومت کابینې په بېړنۍ غونډه کې په صوبه کې د اوېسټېن په نوم د پیچکارۍ یا ستن دوا پر جوړولو او کارولو تر دوو اوونيو پورې بندیز لګولی وو.

دا تر هغې وروسته وه چې د چارواکو په وينا، د دې ستنې له کارولو وروسته د پنجاب په قصور، لاهور او جنګ ضلعو کې ځینې کسان شبکور او ځينې ړانده شول. چارواکي وايي دوی غواړي وګوري چې دا پېښې د هغې دوا او که نه په ناسم ډول د انجېکشن یا ستنې له لګولو شوې دي.

نګران اعلاوزیر محسن نقوي پر ټولنيزه شبکه اېکس، چې پخوانی نوم يې ټوېټر وو، لیکلي ول چې په غونډه کې د هغو چارواکو پرضد د سمدستي اقدام کولو فیصله شوې چې خلکو ته له جراثیمو څخه د پاکو ستنو د رسولو ذمه واري لري.

نوموړي زیاته کړې چې بندیز به د پلټنو او د دوا د طبي معیار تر معلومولو پورې دوام ولري.

د اوېسټېن په نوم د دوا انجېکشن یا پيچکاري د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د شکر ناروغانو ته د سترګو ديد د کمزورۍ مخنيوي لپاره کارېږي. خو د پنجاب له بېلابېلو سیمو څخه داسې خبرونه راغلل چې هغې ستنې د خلکو د سترګو د ناروغۍ درملنې پر ځای ورته زیات اړولی دی.

وایرسي لچ یا اشوب چشم له یو کسه بل ته خپرېږي او په علاماتو کې یې د سترګو سوروالی، خارښ، سوزش او درد شامل دي. د پنجاب حکومت پر خلکو غږ کړی چې خپل ماشومان، کورونه او چاپېریال پاک وساتي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG