د رسنيو د ازادۍ لپاره کار کوونکو ۱۶ ادارو او تنظيمونو د پاکستان پر نګران حکومت او ګوندونو غږ کړی چې د راتلونکو انتخاباتو په درشل کې دې د بیان ازادي يقيني کړي.
پاکستان مېشته فريډم نېټورک او د بې پولو خبریالانو نړیوال سازمان د سېپټېمبر پر ۲۸مه په يوه بیان کې وويل چې په هغه ملک کې د خبریالانو د وژنو په ۹۶ فېصده قضيو کې تورن کسان نه سزا کېږي.
بیان کاږي، د خبریالانو نيول بايد ودرېږي او رسنيو ته بايد و نه ويل شي چې د کوم ګوند يا سياستوال په اړه څه ډول راپور ورکړي.
فريډم نېټورک او د بې پولو خبریالانو سازمان ويلي چې په دې غوښتنو کې ورسره د خبریالانو د حقونو لپاره کار کوونکي ۱۴ نور پاکستاني تنظيمونو هم مل دي.
په بیان کې ويل شوي چې د پاکستان ايين رسنيو ته ازادي ورکوي خو ځينې زورواکي ورڅخه دا خپلواکي تروړي چې دا مسله د انتخاباتو پر وخت لا ډېر ارزښت پيدا کوي.
هغو سازمانونو پر نګران حکومت غږ کړی چې د راتلونکو انتخاباتو پر وخت دې پر سیاسي جلسو، ويناګانو او غوڼدو هېڅ ډول بنديز نه وي.
په خبرپاڼه کې پر ګوندونو هم غږ شوی چې معلوماتو ته لاسرسی، خبریالانو ته مساوي وخت ورکول او د بیان ازادۍ ته ژمنتیا دې په عمل کې وښيي.
په بیان کې له سیاستوالانو غوښتل شوي چې د رسنیو د ازادۍ ساتلو لپاره دې د بشري حقونو د ادارو او د خبریالانو ملاتړ زیات کړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ټول سیاسي ګوندونه دې د کیمپېن لپاره په خپلو منشورونو کې د رسنيو ازادۍ ته ځانګړی پام وکړي چې ورسره جمهوري بهیر په سم ډول پر مخ ولاړ شي.
د يادونې ده چې د پاکستان انتخاباتو کمېشن ويلي چې د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې عام انتخابات کوي. کمېشن تېره اوونۍ ويلي ول چې د کیمپېنونو تر رسمي پيلېدو مخکې به ګوندونو او رسنيو ته د جلسو او نورو فعاليتونو په اړه د راپور ورکولو لارښوونې وکړي.
د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزير مرتضا سولنګي درې ورځې مخکې په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې د انتخاباتو پر وخت به ټولو سیاسي ګوندونو ته د رسنيو د استعمال یو شان موقعې برابروي.
هغه وعده کړې وه چې له رسنیو څخه به د بیان ازادي نه تروړل کېږي او خبریالان به معلوماتو ته بشپړ لاسرسی لري.
په همدې حال کې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي او کمپیوټري (ډېجېټل) سرشمېرنې پر اساس د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نویو حلقو لومړی نوملړ خپور کړی دی.
د پاکستان د ګډو ګټو شورا په اګست کې د هېواد سرشمېرنې نتیجې تایید کړې چې له مخې یې د هغه هېواد ابادي څه د پاسه ۲۴۱ مېلیونه ده.
کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۷مه په خپل رپورټ کې ویلي دي چې د قامي اسمبلۍ د ټولو عمومي څوکیو شمېر به ۲۶۶ وي او له دې پرته به پکې ۶۰ څوکۍ د ښځو او ۱۰ د لږکیو لپاره ځانګړې کېږي.
له لومړني رپورټ سره سم، په قامي اسمبلۍ کې به د خیبر پښتونخوا ۴۵، د بلوچستان ۱۶، د سیند ۶۱، د پنجاب ۱۴۱ او د وفاقي پلازمېنې اسلام اباد ۳ عمومي څوکۍ وي.
داراز، کمېشن وايي، د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلي کې به ۱۱۵، په بلوچستان کې ۵۱، په سیند کې ۱۳۰ او په پنجاب کې به ۲۹۷ عمومي څوکۍ وي او له دې پرته به هره صوبه د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ هم ولري.
کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۱مه وویل حتمي یا وروستۍ حلقه بندۍ د نومبر پر ۳۰مه اعلانوي چې تر هغې وروسته به ۵۴ ورځنی انتخاباتي کیمپېن کېږي او بیا به د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې په هېواد کې عام انتخابات وکړي.