د لاسرسي ځای

تازه خبر

مهمندخېل له حکومته د باران ډېم لپاره د ورکړل شوې ځمکې معاوضه غواړي


د مهمندخېلو مشران د سېپټېمبر پر ۲۹مه او ۳۰مه په بنو کې په یوه جرګه کې سره راټول ول.
د مهمندخېلو مشران د سېپټېمبر پر ۲۹مه او ۳۰مه په بنو کې په یوه جرګه کې سره راټول ول.

د بنو مهمندخېل قبیلې له حکومته، د باران اوبو بند د پراخوالي لپاره له خلکو د اخیستې ځمکې د معاوضې غوښتنه وکړه.

دوی د سېپټېمبر پر ۲۹مه او ۳۰مه په بنو کې په یوه جرګه کې سره راټول ول. حکومت له خلکو ۱۱،۰۰۰ کناله ځمکه د یاد ډېم د پراخولو لپاره اخیستې وه.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې د پنځو اربو روپو په لګښت د یاد ډېم د پراخوالې پروژه پیل کړې وه چې په روان ۲۰۲۳ز کال کې پای ته ورسېده. د باران اوبو بند د بنو او لکي مروت سیمو ۱۷۰،۰۰۰ اېکړه ځمکه اوبه کوي او یو مېګاواټ برېښنا تولیدوي.

د جرګې یو مشر ملک فریدالله د سېپټېمبر په ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، د باران اوبو بند د پراخولو لپاره د سیمې خلکو ډېره ځمکه حکومت له ورکړې ده خو د پینځو کلونو تېرېدو باوجود یې معاوضه نه ده ورکړل شوې. هغه وايي، حکومت له چې کومه ځمکه ورکړل شوې، د خلکو ورته خپله اړتیا وه خو بیا یې هم د اوبو د بند د جوړولو لپاره ورکړه، ولې لا هم د ځمکې معاوضه خلکو ته نه ده ورکړل شوې. د سیمې یو بل مشر ملک بابو خان هم له حکومته همدا غوښتنه وکړه چې خلکو ته دې د هغوی حقونه ورکړل شي.

بل پلو، د بنو مرستیال کمېشنر منظور اپریدي د سېپټېمبر په ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، د مهمندخېلو قبیلې سره یې څو څو وارې جرګې شوې دي او حکومت د خلکو له ستونزو خبر دی. نوموړی وايي، چې څنګه صوبايي حکومت فنډونه جاري کړي نو دوی به یې بې له ځنډه خلکو ته ورسوي.

د بنو باران ډیم د مهمندخېلو په ځمکه په ۱۹۶۱ کال کې جوړ شوی چې په ۲۰۱۸م کال کې یې د پراخوالي چارې پیل شوې وې. حکومت دغه مهال د ټوچي خوړ نه باران ډېم ته یو اضافي نهر وویستو. له دې سره چې کله هم خوړ راشي نو اوبه یې یاد ډېم ته ووځي. باران ډېم د بنو، جاني خېلو او لکي مروت سیمې ځمکې خړوبوي.

XS
SM
MD
LG