د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د ممکنه جنګي جرمونو یو افشا کوونکی محاکمه کېږي


په افغانستان کې اسټراليايي ځواکونه. 31Jul2002
په افغانستان کې اسټراليايي ځواکونه. 31Jul2002

په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د ممکنه جنګي جرمونو یو افشا کوونکی د نومبر پر ۱۳مه محاکمه کېږي.

ډېوېډ مکبراید د حکومتي وسایلو په غلا، د دفاعي قانون په سرغړونې او په ناقانونه توګه د حکومتي سند په افشا کولو باندې تورن دی. د اسټرالیا د دغه پخواني پوځي مدافع وکیل محاکمه د نومبر پر ۱۳مه په پلازمینه کنبرا کې په ستره محکمه کې پيلېږي.

ډېوېډ مکبرایډ د نومبر پر ۱۱مه یوې غونډې ته چې د جنګي جرمونو د افشاګرو د ملاتړ په اړه جوړه شوې وه حکومت تورن کړ چې تر جرایمو ډېر د رازونو د پټ ساتلو په لټه کې دی.

هغه زیاته کړه: "زه نه غواړم چې د ځانګړو هوايي خدمتونو بې ګناه عسکر یوازې د رسنیو د خوشالولو لپاره زندان ته ولاړ شي. مګر زه فکر کوم چې بین رابرټ سمېټ باید په کافي اندازه محاکمه شي او ایا هغه محاکمه شوی؟ محاکمه به یې څومره کلونه وخت ونیسي شل کاله؟ دا خندوونکې ده چې څنګه دوی د بل چا په پرتله زما په قضیه کې ګړندي لاړل. دا تاسو ته ښیې چې دوی د جرمونو په پرتله د رازونو په اړه ډیر پام کوي."

د پخواني مدافع وکیل مکبرایډ اشاره د اسټرالیا د ځانګړو هوايي خدمتونو یوه پېژندل شوي سرتېري بن رابرټ سمېټ ته وه چې په افغانستان کې یې د خدمت لپاره څو مډالونه هم ګټلي، خو وروسته د شپږو بې وسلو افغان بندیانو په ناقانونه وژنه تورن شو.

رابرټ سمېټ چې سږ کال په لومړیو کې د دغو تورونو په سبب په درېیو ورځپاڼو دعوه هم کړې وه محکمې ملامته وپېژانده او ویې ویل چې ورځپاڼو خپلې ډېرې ادعاوې ثابتې کړي.

ډېوېډ مکبرایډ د استرالیا د دفاعي ځواکونو وکیل و چې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې افغانستان ته استول شوی و. هغه په ۲۰۱۴ کال کې د استرالیايي پوځیانو له خوا د افغان ملکي وګړو د ممکنه وژلو په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته یو لړ تورونه ولګول.

مکبرایډ وروسته د ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۶ کلونو تر منځ د اسټرالیا ملي دولتي رسنۍ اې بي سي ته په دې اړوند شواهد شریک کړل. د مکبرایډ تورونو او شواهدو بلاخره د اسټرالیا د قضایي دستګاه له خوا د یو لړ پلټنو د پيل لامل شو چې افغان فایلز یا د افغان دوسیې یې یادوي.

د اسټرالیا ځانګړي ځواکونه د ۳۹ بې وسلو افغانانو په ممکنه وژنه باندې تورن دي. د اسټرالیا حکومتي چارواکو او قضایي دستګاه تر دې دمه د مکبرایډ د تورونو په تړاو څه تازه تبصره نه ده کړې.

د اسټرالیا د بشري حقونو د قانون مرکز د نومبر پر ۱۱مه په یوه اعلامیه کې د بې وسلو افغانانو د ممکنه وژنو د افشاګر مدافع وکیل ډېوېډ مکبرایډ محاکمه غندلې ده.

دغه مرکز په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې د دغه افشا کوونکي محاکمه به د نورو ممکنه جنګي جرمونو افشا کوونکي متردده کړي او د رسنیو ازادي تر پوښتنې لاندې راولي.

د اسټرالیا د بشري حقونو دغه مرکز زیاته کړې مکبرایډ به لومړنی کس وي چې د دغو جنګي جرمونو په تړاو محاکمه کېږي. په داسې حال کې چې د دغه مرکز په خبره دی یو افشاکوونکی دی نه یو ممکنه جنګي مجرم.

د اسټرالیا ۳۹ زرو پوځیانو د ناټو پوځي ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې خدمت وکړ چې له ډلې یې ۴۱ سرتېري وژل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG