په پاکستان کې د وچو ميوو اتحاديه وايي، افغانستان ته پر وړونکو تجارتي توکو د مالیې زیاتولو له امله په پاکستان کې د وچو میوو کاروبار ۷۰ فیصده کم شوی دی.
د ال پاکستان ډرايي فروټ اسوسي اېشن مرکزي جنرل سیکرټري سید عمیر الحسن د نومبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وویل چې د پاکستاني حکومت له خوا د نویو بدلونونو له امله قانوني کاروبار ډير کم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان نګران وفاقي حکومت تېره میاشت له افغانستان سره په ټرانزېټ تجارتي تړون (اپټا) کې بدلون وکړ او د افغان سوداګرو له خوا یې پر واردوونکو مالونو د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.
سید عمیر الحسن وویل "مخکې به چې د ۱۰۰ روپیو کاروبار کېدو اوس هغه په مشکله ۳۰ فیصده پاتې شوی دی. وچه ميوه لکه انځر، بادام، او ګڼ شمير نورې ميوې له افغانستانه راځي، پیسته ټوله له ايرانه درامد کېږي، کاجو د ويتنام او له هنده راځي نو دا ټولې ميوې به د افغان ټرانزټ ټريډ په ذریعه د بندر عباس او بیا د تورخم او چمن له لارې پاکستان ته درامد کېده."
ده زیاته کړه چې اوس د نویو مالیو له امله که تاسو د کراچۍد کسټم نه تپوس وکړۍ نو هيڅ چا وچه ميوه نه ده درامد کړې خو د کراچۍ او د ملک ټول بازارونه د وچې ميوې نه ډک دي. د ده په وینا، دا ټول د قاچاق مال دی.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ د ټرانزېټ تجارت تړون په لومړي ځل په ۱۹۶۵ز کال کې شوی وو خو اسلام اباد په هغې لوظنامه کې د نورو بدلونو ترڅنګ له افغان سوداګرو د نغدو پیسو د بیمې پر ځای د بانک بیمې شرط هم کیښود.
د پاکستان نګران وفاقي حکومت د اکتوبر پر څلورمه د افغان ټرانزټ ټريډ په نامه توکي افغانستان کې خپل اخيري منزل ته تر رسیدو د نغدو پیسو ضمانتونه پاکستاني بنکونو سره ایښودل شامل کړی.
خو په کوټه کې د وچې ميوې د درامد او برامد يوې کمپنۍ سليم ټريډرز مشر سلیم شهزاد وايي چې د نوو سرحدي قوانينو او د افغانانو د اېستل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان تر منځه د کاروبار کونکو خپلمنځي باور ورځ تر بلې کميږي.
هغه وویل، "د دې نویو چارو له امله په ذاتي کاروبار ډير سخت اغیز پريوتی دی، لکه دلته به چې ما کوم افغان تجار سره کاروبار کولو، هغه اوس بیرته افغانستان ته استول کيږي، نو هغه سره زه هم کاروبار نه کوم او هغه هم له ماسره کاروبار نه کوي."
نوموړي زیاته کړه چې مخکې به که ما د لسو کروړو روپو مال د يو افغان تجار نه اخيستو هغه به په روڼ تندي د شلو کروړو مال یوازې د باور له وجې راکاوه.
خو سلیم شهزاد وویل، د باور دا کچه ورځ تر بلې غورځيږي او د باور له کمښت سره سرمايه کاري هم کميږي، او دې سره درامد او برامد هم کم شوی دی.
د پاکستان د وچو ميوو د اتحاديي په خبره ۷۰ فیصده وچې ميوې لکه بادام، پسته، کاجو، غوزان، کوپره، کشمش، چلغوزی، مومپلۍ، چڼې له افغانستانه پاکستان ته درامد کيږي، او بیا له پاکستانه نورو هيوادونو ته هم استول کيږي.
خو د پیښور د وچو ميو د کاروباریانو اتحاديه وايي چې د یاد ښار پر اشرف روډ د وچو ميوو تر ۵۰۰ هول سیل دوکانونه وو چې اوس پکې ۲۰۰ دوکانونه پاتې دي.
د پاکستان د ټريډ ډويلپمنټ اتارټۍ د شمیرو له مخه پاکستان په ۲۰۲۱م کال کې څه د پاسه د ۷۵ مليونو ډالرو وچه ميوه درامد کړې وه چې دا په نړۍ کې پاکستان د وچو ميوو د واردونکو لسم لوي هيواد جوړوی ، خو پاکستان بیا چين ، اټلي، اردن ، او د منځني ختيځ هيوادونو ته په ۲۰۲۳م کال کې د ۱۵ مليونو ډالرو وچه ميوه برامد کړې ده.