د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هند کې د افغانستان سفارت تړل شوی دی


په نوي دلي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ یو پخوانی انځور.
په نوي دلي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ یو پخوانی انځور.

په هند کې د افغانستان سفارت د نومبر له ۲۴مې څخه په بشپړه توګه تړل شوی دی.

هغه سفارت د نومبر پر ۲۴مه پر اېکس پاڼه په یوه اعلامیه کې د دې وجه د هندي حکومت فشار او د ډېپلوماټیک ملاتړ نه شتوالی ښوولی دی.

په اعلامیه کې لیکل شوي چې وار له مخه یې د اکتوبر له لومړۍ راهیسې په هند کې خپل فعالیتونه ځنډولي ول او هیله یې لرله چې د هند حکومت یو داسې دریځ غوره کړي چې د دوی د فعالیتونو د دوام لپاره اغېزناکه وي.

سفارت ویلي چې د اتو اوونیو انتظار په وخت کې یې تمه لرله چې د ډېپلوماټانو ویزې به یې وغځېږي او د هندیو چارواکو په دریځ کې به بدلون راشي خو د هندي حکومت او طالبانو فشار د سفارت بندېدو ته مجبوره کړل.

افغان سفارت په اعلامیه کې له هنده غوښتي چې د افغانستان د سفارت ټولې شتمنۍ، موټر او په بانکي حساب کې شاوخوا پینځه لکه ډالره په خوندي توګه وساتي.

په بیان کې سپارښتنه شوې چې د افغانستان درې رنګه بیرغ دې هم د سفارت پر ودانۍ رپاند پاتې شي.

د هند او طالبانو حکومتونو په سمدستي ډول د سفارت د اعلامیې په غبرګون کې څه نه دي ويلي. نوي دلي البته مخکې ویلي ول چې په هغه هېواد کې به ځینې افغان قونسلګریانې فعاله پاتې وي.

XS
SM
MD
LG