د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کريم کونډی وايي، د صوبې اعلاوزیر بايد پرېکړه وکړي چې که پولیس امنيت نه شي ساتلی نو د پوځ، رېنجرز یا اېف سي ځواک سرتېري دې وروغواړي.
کونډي د نومبر په ۱۲مه په پېښور کې خبريالانو ته وويل چې هغه د خیبر پښتونخوا د خراب امنيت سمولو لپاره له وفاقي چارواکو سره خبرې کړې او وزیراعظم شهباز شريف ته یې يو رسمي ليک لېږدولی دی.
هغه زیاته کړه چې په بلوچستان او سیند صوبو کې اېف سي او رېنجرز ځواکونه د امنيت په ساتلو بوخت دي نو په خیبر پښتونخوا کې هم ورته هغه دنده سپارل کېدای شي.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور لا د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
کونډي دا خبره په داسې حال کې کړې چې د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د پښتنو قامي جرګې په خپلو غوښتنو کې ويلي ول چې وسلوال او پوځ دواړه دې پښتنې سيمې پرېږدي.
کونډي، چې په هغه جرګه کې موجود وو، د جرګې هغې پرېکړې ته په اشاره خبریالانو ته وويل چې که پوځ وځي، ایا پولیس د امنيت ساتلو جوګه دي؟
د يادونې وړ ده چې فیصل کريم کونډی په وفاق کې په اتحادي حکومت کې د شامل پيپلز ګوند مخکښ سیاستوال دی او ګنډه پور بیا په خیبر پښتونخوا کې د واکمن او په وفاق کې د مخالف ګوند پاکستان تحريک انصاف يو مشر دی. د دواړو ترمینځ له اوږدې مودې راهیسې اړيکې ښې نه دي او پر يو بل د بې کفايتۍ تورونه پورې کوي.