د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي د حلقه بندیو وروستی فهرست خپروي


د اسلام اباد پولیسو یو سرتېری د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.
د اسلام اباد پولیسو یو سرتېری د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن یو ویاند وايي، د قامي او څلورو صوبايي اسمبلیو لپاره د حلقه بندیو د غیر حتمي فهرست په اړه د اعتراضونو او غوښتنلیکونو د اورېدو بهیر بشپړ شوی او اوس د سږنۍ برېښنايي او کمپیوټري سرشمېرنې پر اساس د حلقه بندیو وروستی نوملړ خپروي.

په پېښور کې د کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې ویاند سهېل احمد د نومبر پر ۳۰مه مشال راډيو ته وویل، "په حلقه بندیو کې چې رد و بدل وو [چې په اړه یې] الېکشن کمېشن اورېدنې وکړې، ډېر زیات اپیلونه (غوښتنلیکونه) ول، د هغې په رڼا کې به الېکشن کمېشن د قامي اسمبلۍ او د څلورو صوبايي اسمبلیانو د حتمي حلقو وروستی فهرست نن (د نومبر پر ۳۰مه) خپروي."

نوموړي وویل چې په حلقه بندیو کې به اوس څه تبدیلي نه شي کېدی او تر دې وروسته به انتخاباتي کمېشن د راتلونکو عامو انتخاباتو مهالوېش خپروي.

تر دې مخکې، د پاکستان انتخاباتي کمېشن هغه راپورونه رد کړي ول چې ګواکې په هېواد کې عام انتخابات ځنډېږي.

کمېشن د نومبر په ۲۹مه پر اېکس، چې پخوانی نوم يې ټوېټر وو، ليکلي دي چې د راتلونکو عامو انتخاباتو د ځنډولو په اړه راپورونه "بې اساسه او ګمراه کوونکي" دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن لیکلي چې هغوی د انتخاباتو د ځنډولو د خبرونو تردید کوي او پرېکړه یې کړې چې د هغو رسنیو خلاف به د پاکستان د رسنیو د څار ادارې (پیمرا) ته شکایت کوي.

د پاکستان ځينو رسنيو په وروستیو ورځو کې راپورونه ورکړي ول چې په بلوچستان کې د امنيتي اندېښنو او د ترهګرۍ د تازه څپې په پلمه د عامو انتخاباتو د ځنډولو لپاره کمېشن ته درخواست شوی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان د ولسمشر دفتر او انتخاباتي کمېشن موافقه کړې وه چې راتلونکي عام انتخابات به د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه کېږي.

XS
SM
MD
LG