د لاسرسي ځای

تازه خبر

اميري: طالبان بايد د نړيوالې ټولنې سره د اړيکو عادي کولو لپاره ډير څه وکړي


رينا امیري
رينا امیري

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا اميري ویلي چې له طالبانو سره اړیکې یواځې د نجونو د ښوونځیو په پرانیستلو نه شي عادي کېدلی.

د دیسمبر پر لسمه، په قطر کې د افغانستان په اړه د 'دوحې فارمېټ' په یو بحث کې امیري زیاته کړه چې طالبان باید د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بايد د ښځو پر کار لګولي بندیزونه لیرې کړي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل به د طالبانو حکومت رسمیت پېژندنې ته لار هواره کړي، وویل: "موږ د عادي سازۍ اصطلاح کاروو نه د رسمیت پېژندنې. دا یوازې یوه ساده اروزنه نه ده چې طالبان د نجونو د زده کړو اجازه ورکړي او په رسمیت وپېژندل شي. دا یوه پروسه ده چې موږ له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ مخته ځو. د طالبانو لپاره ډېر څه کول په کار دي چې دا ډول عادي سازي ترلاسه کړي."

د طالبانو حکومت تراوسه د اميري د خبرو په اړه غبرګون نه دی ښوولی. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، په کابل کې په زور حکومت نیولی دی. د نړۍ هيڅ هېواد د دوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

طالبانو د خپلې واکمنۍ له پيل راهیسې، ګڼ سختدريځه احکام جاري کړي دي. دوی پر ښځو د کار او روزګار بندیزونه لګولي او له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي بند کړي‌ دي. طالبانوپه دې تړاو د نړیوالو بیا بیا غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او رد کړې یې دي.

XS
SM
MD
LG