د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن د وزیراعظم د یو سلاکار د ګوښه کولو امر کړی دی


کمېشن د چیمه د لیرې کولو پرېکړه د یو وکیل د درخواست تر ارزونې وروسته کړی دی - پخوانی انځور.
کمېشن د چیمه د لیرې کولو پرېکړه د یو وکیل د درخواست تر ارزونې وروسته کړی دی - پخوانی انځور.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د نګران وزيراعظم د يو سلاکار د ګوښه کولو امر کړی دی.

کمېشن د ډېسېمبر پر ۱۹مه د یو درخواست تر اورېدنې وروسته د وزیراعظم د اېسټیبلېشمنټ یا اداري چارو د سلاکار احد چيمه د لیرې کولو امر وکړو.

هغه درخواست په اکتوبر مياشت کې يو وکيل سيد عزيزالدين کاکاخېل په کمېشن کې دایر کړی وو.

په غوښتنلیک کې راغلي ول چې چیمه د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د پخواني وفاقي اېتلافي حکومت برخه وو او داراز پکې د دولتي ادارو د شخصي کولو (نجکارۍ) او بين الصوبايي رابطو چارو وزير فواد حسن فواد او د وزيراعظم لوړپوړی سېکرټر (پرنسپل سېکرټري) ډاکټر توقير حسين شاه دې هم له سیاسي ګوندونو سره د اړیکو لرلو پر اساس له خپلو دندوه لیرې شي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه لیکي، په درخواست کې د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ نوم هم شامل وو او غوښتنه شوې وه چې هغه دې هم له خپلې څوکۍ ګوښه شي ځکه چې هغه د وزیراعظمۍ تر پیلولو مخکې د بلوچستان عوامي ګوند له مخکښه مشرانو یو بلل کېده.

کاکاخېل په غوښتنلیک کې ویلي ول چې په لنډمهالي حکومت کې له پخوانیو حکومتونو او ګوندونو سره د تړاو لرونکو کسانو په موجودګۍ کې راڼه انتخابات شوني نه دي.

انتخاباتي کمېشن د ډېسېمبر پر ۱۹مه په خپل لنډ امر کې ویلي دي چې د چیمه په اړه د کاکاخېل دریځ سم او مناسبت دی ځکه چې هغه د مسلم لیګ (ن) په پخواني حکومت کې هم د اداري چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار وو.

کمېشن د کابینې چارو سېکرټر ته سمدستي د چیمه د ګوښه کولو امر کړی دی.

په پاکستان کې د قانون له مخې منتخب حکومت د خپلې پینځه کلنې مودې تر پوره کولو وروسته واک نګران حکومت ته سپاري چې هغه بیا د ټاکنو له کمېشن سره په شریکه په ۹۰ ورځو کې انتخابات کوي او چارې نویو واکدارانو ته سپاري.

د قانون له مخې، تلونکی وزیراعظم او په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر په ګډه لنډمهالی وزیراعظم غوره کوي چې هغه بیا خپله کابینه جوړوي. د لنډمهالي وزیراعظم په مشرۍ حکومت باید بې پرې وي او د هېڅ ډلې، ګوند یا نوماند پلوي و نه کړي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG