د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ په مشرۍ بلوڅ پرلتوالو ویلي دي چې د پاکستان حکومت ته پر خپلو غوښتنو د خبرو لپاره اووه ورځې وخت ورکوي که نه نو خپله مدعا به د بلوڅ ولس مخې ته کښېږدي.
د پرلت مشرې ډاکترې ماهرنګ بلوڅې پرلت ته په وینا کې له احتجاجیانو سره د اسلام اباد د پولیسو او نورو چارواکو پر چلند انتقاد وکړ.
نوموړې د ډېسېمبر پر ۲۸مه پر اېکس پاڼه خبریالانو ته د خپلې وینا یوه برخه خپره کړې چې پکې یې وویل، "د اسلام اباد انتظامیې ته یو ځل بیا پیغام ورکوو چې دا پرلت او دا تحریک د ټول بلوچستان تحریک دی، د بلوچستان غږ دی، تر دې وروسته به پر دې احتجاج د کېدونکي هر ډول تشدد او تېري ځواب ټول بلوچستان ورکوي."
ماهرنګ بلوڅې د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ په استازیتوب له حکومته وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د کاري ډلې په مشرۍ دې په بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پلټنو لپاره "د واقعیتونو (حقایقو) موندلو ماموریت" واستوي، جبري بې درکه کسان دې یا خوشې شي او یا دې عدالت ته وړاندې شي، په بلوچستان کې دې د پولیسو پر ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) بندیز ولګول شي او حکومت دې ومني چې له جبري ورکو شویو څخه یې ځینې په "جعلي" پولیس نښتو (مقابلو) کې وژل کېږي.
بلوڅې دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې چې د ډېسېمبر پر ۲۸مه هم پولیسو له پرلتوالو څخه لاوډ سپیکر یووړ او ورته یې وویل چې د کارولو اجازه یې نه لري. خو وروسته پرلتوالو له پولیسو څخه لاوډ سپیکر واخیست او خبریالانو ته یې وینا وکړه.
نوموړې وویل چې چارواکو پاتې ۳۴ احتجاجیان هم تر اته ورځني بند وروسته خوشې کړي دي.
هغې وویل چې په بندیانو کې داسې زده کوونکي هم شامل ول چې ازموینې یې روانې وي چې ورڅخه پاتې شوې.
ماهرنګ بلوڅې تر دې یوه ورځ مخکې د بلوڅانو د یووالي د کمېټۍ د یو مشر ډاکتر ظهیر بلوڅ په ګډون د شاوخوا ۵۰ احتجاجیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی وو.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد پوليسو د ډېسېمبر پر ۲۴مه دعوه کړې وه چې ټول ۲۹۰ نيول شوي احتجاج کوونکي يې خوشې کړي دي خو بلوڅې هغه مهال ویلي ول چې د ډاکتر ظهیر بلوڅ په ګډون یې لسګونه ملګري بندیان دي.
حکومتي دریځ
د پاکستان وفاقي حکومت لا د بلوڅې او د یووالي د کمېټۍ د څرګندونو او غوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي خو د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر مرتضا سولنګي د ډېسېمبر پر ۲۴مه ویلي ول چې اسلام اباد غواړي چې د پرلتوالو مسلې هوارې کړي.
د پاکستان دولتي خبري اژانس (اې پي پي) د نوموړي له خولې ویلي دي چې د احتجاجیانو "ځینې غوښتنې لسیزې پخوانۍ" دي خو ټینګار یې وکړ چې هیله لري چې د هغوی "مسلې حل" کړي او غواړي چې هغوی په پوره درناوي خپلو کورونو ته ستانه شي او پاتې "مذاکرات د اسلام اباد پر ځای په بلوچستان یا کوټه کې وشي."
سولنګي زیاته کړه چې حکومت غواړي چې خپل استازي "بلوچستان ته واستوي او هلته ورسره خبرې وکړي" او دا چې د مذاکراتو له لارې مسلې هوارې کړي.
د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ په مشرۍ لسګونه بلوڅانو د ډېسېمبر له ۲۳مې راهیسې د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت ته دوام ورکړی دی.
احتجاجیان وايي چې د ډېسېمبر پر ۲۰مه چې له بلوچستانه تر څو ورځني لاریون وروسته اسلام اباد ته ورسېدل نو پولیسو ورباندې تشدد وکړ او لسګونه کسان یې ونیول. پولیس وايي، مظاهرچیانو په کاڼو ویشتلي ول نو ځکه یې ګرفتار کړل.
د بشري حقونو سازمانونو د پوليسو د دې عمل غندنه وکړه او په بلوچستان کې یې پرضد مظاهرې وشوې.
تر دې وروسته د پاکستان د لنډمهالي وزیراعظم په وینا له مظاهرچیانو سره د خبرو لپاره یوه کمېټي جوړه شوه چې غړو یې له مظاهرچیانو سره خبرې کړې دي.
د نګرانې وفاقي کابينې مذاکراتي کمېټۍ تېره اوونۍ له پرلتوالو سره خبرې کړې وې.
پرلتوالو له هغوی د نيول شويو بلوڅ احتجاج کوونکو د خوشې کولو، د ماورای عدالت وژنو درولو او پکې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو، او د خلکو د ورکولو لړۍ درولو ترڅنګ د ټولو ورکو کسانو عدالتونو ته د حاضرولو غوښتنې کړې وې.
د بلوڅانو احتجاج څنګه پیل شو؟
بلوڅانو تر هغې وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د نومبر پر ۲۳مه په تربت کې په يوه نښته کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړ.
خو بلوڅ فعالانو وویل چې په هغو کسانو کې د بالاچ مولابخش بلوڅ په نامه هغه سړی هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو.
بلوڅ احتجاجیان دعوه کوي چې امنیتي ځواکونه په بلوچستان کې خلک ورکوي او ځینې وخت یې په جعلي پولیس نښتو کې وژني.
د بلوچستان نګران حکومت ویلي دي چې د دې تورونو د پلټنو لپاره یې له ځینو پولیسو پوښتنې پیل کړې دي او د ځینو دندې یې ځنډولې دي.
بلوڅانو د تربت تر پېښې وروسته هلته احتجاجي پرلت وواهه او د ډېسېمبر پر پينځمه يې له هغه ځايه د بلوچستان مرکز پر لوري لاريون پيل کړ چې د ډېسېمبر پر ۱۱مه کوټې ته ورسېد.
د کوټې په سرياب سيمه کې له څلور ورځني پرلت وروسته د ډېسېمبر پر ۱۵مه احتجاج کوونکو د اسلام اباد پر لوري سفر پيل کړ.
د بلوڅانو لاریون د ډېسېمبر پر ۱۷مه له بلوچستانه د پنجاب ډېره غازي خان ښار ته ورسېد، چې له هغه ځايه يې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د اسلام اباد پر لوري تګ پيل کړ. لاريونوال پر همهغه ورځ د خيبر پښتونخوا ډېره اسماعيل خان ته ورسېدل او د ډېسېمبر پر ۲۰مه يې د اسلام اباد پر لوري لاريون ته دوام ورکړ چې پر هغه ورځ ماښام ورسېدل.
د خلکو تری تم کول
په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.
پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي.
داراز د پاکستان امنیتي ادارو او حکومت په بیا بیا د ماورای عدالت وژنو تور رد کړی دی او وايي، که داسې پېښې شوې هم وي، نو پلټنې یې کوي.
د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اکتوبر کې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي ول چې خلک د لادرکو کسانو پر مسله سیاست کوي. هغه دعوه کړې وه چې د ورکو کسانو شمېر یوازې ۵۰ دی او يو سرکاري کمېشن د ستونزې د هواري هڅه کوي.
خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چې لسګونه زره کسان ورک دي چې ورڅخه یې ځینې وژل شوي هم دي او هغه سرکاري کمېشن پر خپله ووبپاڼه ارقام ورکړي دي چې ورڅخه یې ښکاري چې زرګونه کسان ورک دي.
د پاکستان حکومت هغه کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ کړی وو. کمېشن وايي، د ۲۰۲۳ز کال تر جون میاشتې پورې یې د ۹،۷۳۶ ورکو کسانو نومونه ثبت کړي دي چې پکې د ۵۳۳ کسانو د لادرکۍ رپورټونه د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې درج شوي دي.
کمېشن زياتوي، تر اوسه یې د ۷،۴۳۹ کسانو قضیې فیصله کړې دي او د ۲،۲۹۷ کسانو قضیې روانې دي.