د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بونیر کې د بس او ټرک ټکر: ۴۰ پولیس ژوبل شوي، د ۶ حالت ښه نه دی


په پېښه کې ويجاړ شوی بس
په پېښه کې ويجاړ شوی بس

د خیبر پښتونخوا په بونير کې د انتخاباتو لپاره د روانو پولیسو بس له ټرک سره ټکر شوی چې له کبله یې ۴۰ پولیس ټپي شوي دي.

په بونير کې د ژغورنې ادارې (ريسکيو۱۱۲۲) ویاند نيازمحمد مشال راډيو ته وویل چې دا پېښه د فرورۍ پر څلورمه رامنځ ته شوې ده. هغه زیاته کړه د پولیسو په دې بس کې ۵۰ کسان سپاره وو او د مندڼ سپلم کلي سره نژدې له یو ټرک سره ټکر شوی دی.

نوموړي وویل چې په ټپي شويو ۴۰ پولیسو کې د ۶ روغتيايي حالت ښه نه دی. نیاز محمد زیاته کړه چې په دې شپږو پولیسو کې پنځه د سوات سیدو شریف او یو پېښور ته لېږل شوی دی.

د ژغورنې ادارې چارواکي د مرستې په حال کې
د ژغورنې ادارې چارواکي د مرستې په حال کې

د نوموړي په وینا دا پولیس د انتخاباتو پر مهال د دندو ترسره کولو لپاره ډېره اسماعیل خان ته روان وو. وویل چې ټپي شوي پولیس د سوات، بونېر، شانګلې او ديردي.

د غرنيوو سیمو پر سړکونو اکثره وخت ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې د سوات په کبل تحصیل کې په ټرافیکي پېښه کې د یو ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او ۱۸ ژوبل شوي وو. په کبل کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) مشر وقار خان مشال راډیو ته هغه مهال ويلي وو چې یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ د نومبر پر پینځمه سهار مهال له یوه کلي څخه د کبل پر لوري روان وو چې برېک یې خراب شو او کندې ته پرېوت. د هغه په وينا په پېښه کې ماشوم او بل کس پر هم هغه ځای مړه شوي ول او یو کس په روغتون کې سا ورکړه.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۱۲مه په سوات کې د ورا (جنج) یو ګاډی ژورې کندې ته پرېوتی وو چې پکې سپاره لږترلږه ۲۵ تنه ژوبل شوي ول.

په دې وروستيوو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې چې ډيرو خلکو ته پکې مرګژوبله اوښتې. په هغه هېواد کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG