د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوښار او چارسدې سیندونو کې د ډوبو شویو ۴ تنو لټون روان دی


ژغورونکي د کواټ په تانده ډیم کې د ډوبو شویو کسانو لټون کوي - پخوانی انځور.
ژغورونکي د کواټ په تانده ډیم کې د ډوبو شویو کسانو لټون کوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندویه چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) وايي چې په نوښار او چارسده کې یې په اوبو کې د ډوبو کسانو د موندلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

ادارې د اپرېل پر ۱۲مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې د نوښار په کونډ کې یو او په چارسده کې درې تنه په سیند کې ډوب شوي دي چې تر اوسه یې درک نه دی لګېدلی دی.

رېسکیو ۱۱۲۲ ویلي دي چې لامبوزنو یې د ورکو کسانو موندلو لپاره عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په خیبر پښتونخوا کې په اخترونو کې اکثر خلک سیلځایونو او د سیندونو غاړو ته ځي او هلته مېلې کوي چې پر مهال یې کله نا کله حادثې کېږي چې مرګژوبله هم اړوي.

رېسکیو ۱۱۲۲ په بل بیان کې ویلي دي چې کارکوونکو یې د اپرېل پر ۱۰مه د اختر پر لومړۍ ورځ د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ۱۴۸ ټرافیکي پېښو، ۵۷ اور لګېدنو، ۱۶ جرمونو او په اوبو کې د ډوبېدو د دوو پېښو پر مهال خدمات وړاندې کړي دي او ټول ۷۷۵ تنه یې ژغورلي او روغتونونو ته لېږدولي دي.

بیان زیاتوي چې په هغو پېښو کې اووه تنه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG