په کورمه کې د افغان طالبانو او پاکستانيو ځواکونو تر مينځ په نښتو کې دواړو لوریو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان امنيتي سرچينو او ځايي مشرانو مشال راډيو ته ويلي چې لومړۍ نښته د مې پر ۱۳مه د کورمې په ماڼو جبه سر کې پر اغزن تار وشوه چې په نتيجه کې يې د پاکستان پوځ څلور سرتېري ژوبل شول.
ځايي مشرانو مشال راډيو ته د امنيتي ځواکونو په حواله ويلي چې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د بيا رغولو تر څنګ لږ نور تعميراتي کار روان وو چې افغان طالبانو بريد وکړ. له هغه وروسته سرحدي دروازه تړل شوې چې لا هم نه ده پرانيستل شوې.
د طالبانو حکومت لا د نښتې د لامل او د مې ۱۳مې په جګړه کې د اوښتي زيان په اړه څه نه دي ويلي.
د افغانستان د طالبانو د او پاکستانيو ځواکونو تر مينځ دويمه نښته د مې پر ۱۵مه وشوه چې د پاکستان د امنيتي سرچينو په وينا يو پاکستانی سرتېری پکې وژل شوی او د يو عام وګړي او يو پوليس په ګډون شپږ سرتېري پکې ژوبل شوي دي.
د خرلڅيو یو مشر عمران علي د مې پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل د مې ۱۵مې جګړه ډېر ژر د پولې دواړو غاړو ته پرتو يوشمېر سيمو ته وغځېدله چې پکې د لويو وسلو استعمال هم وشو.
اخوا د طالبانو حکومت د مې ۱۵مې په نښتو کې د خپلو شپږو سرتېرو د ژوبلېدو خبر ورکړی دی.
ځايي مشرانو مشال راډيو ته ويلي چې د جګړې له وېرې د ځینو سیمو خلکو کډې کول هم پيل کړي دي.
یو ځايي سوداګر حاجي مصایب حسین د مې پر ۱۵مه مشال راډیو وويل چې د جګړې له پيلېدو وروسته د پکتيا او خرلڅيو ترمينځ لاره د هر ډول تجارت پرمخ هم نړل شوې ده او داوړو غاړو ته په مالونو ډک ګاډي ولاړ دي.
تر اوسه د طالبانو او پاکستان حکومتونو د لارې خلاصېدو په اړه رسمي دريځ نه دی ورکړی او نه هم د دواړو خواوو د چارواکو ترمينځ د څه ډول خبرو اترو راپور ورکړل شوی دی.
تر دې وړاندې هم، د مارچ پر ۱۸مه، د پکتيا او کورمې ترمينځ په خرلڅيو او بوړکي سیمو کې د افغان طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ نښتې شوي وې او د مارچ تر ۲۳مې پورې د هر ډول تګ راتګ لپاره لاره تړل شوې وه.
د کورمې خرلڅیو لار هره ورځ له نهو تر پینځو بجو پورې خلاصه وي چې په تجارتي مالونو بار نېږدې ۱۵۰ ګاډي پرې تېرېږي.
په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان حکومت پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول پیل کړل. چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي.
د افغانستان د هغه مهال حکومت د باړ لګولو اقدام یو اړخیزه بللی وو او مخالفت یې وکړ چې ورسره د دواړو ملکونو ترمینځ تعلقات ترینګلي شوي ول. خو پاکستان د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړ.