د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوړپوړو پاکستاني چارواکو کرغزستان ته سفر لغوه کړی دی


په بشکيک کې د پاکستان سفير او کرغز چارواکي له پاکستانيوو زده کوونکو سره د ملاقات په حال کې
په بشکيک کې د پاکستان سفير او کرغز چارواکي له پاکستانيوو زده کوونکو سره د ملاقات په حال کې

پاکستاني چارواکي وایي کرغزستان ته استونکی پلاوی یې د هغه هېواد په غوښتنه له تلو منع کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۱۷مه او ۱۸ شپه په بشکيک کې ځايی خلکو د نړيوالو زده کوونکو پر هستوګنځایونو بريدونه وکړل چې پکې نېږدې ۳۰ زده کوونکي زخمیان شول. تر پېښو وروسته د پاکستان حکومت بشکیک ته د پلاوي استولو اعلان کړی وو.

خو د مې پر ۱۹مه، په لاهور کې د اطلاعاتو له وزير عطاء تارړ او وفاقي وزير امير مقام سره ګډې خبري غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل چې د کرغزستان د بهرنيو چارو وزير ورته ویلي دي چې هلته اوس وضعه ارامه ده. هغه وویل چې د کرغزستان سفير هم ورته د دې ضمانت ورکړی دی چې په پېښه کې هیڅ یو پاکستانی زده کونکی نه دی وژل شوی.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، حالات له نېږدې څاري او که اړتیا شوه نو د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی پلاوی به د تایید لپاره لېږدولی شي. نوموړي زیاته کړه که زده کوونکي وغواړي چې بېرته راشي، نو د راتګ اسانتیا به ورکوي. هغه وویل چې تېره ورځ ۱۳۰ پاکستاني زده کوونکي له بشکيکه راویستل شوي او٨٤٠ به نور راوباسي.

اسحاق ډار وويل: "موږ بشکيک ته تللو خو د کرغزستان حکومت غوښتنه وکړه چې تاسو لوړپوړي کسان ياست، ستاسو په راتګ سره به اپوزیشن حکومت په نښه کړي، نو تاسو مه راځئ." هغه وویل چې د کرغزستان د بهرنیو چارو وزیر ورته ویلي دي چې له جمعې وروسته کومه پېښه نه ده شوې او پاکستاني، هندي، بنګالي او عرب زده کوونکي له ځايي زده کوونکو سره ناست دي.

اسحاق ډار د تفصيلاتو په ورکولو سره وويل چې د څلورو څخه تر پنځو پاکستانيانو په ګډون ١٦ بهرني زده کوونکي ټپيان شوي دي. کله چې دا پېښه رامنځته شوه، د کرغزستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو او معلومات ترې واخیستل شول خو تر دې مخکې رسنيوو راپور ورکړی وو چې په ۳۰ زخميانو کې نيمايي يې پاکستانيان دي.

د مې پر ۱۸مه په اسلام اباد او کراچۍ کې اسلامي جمیعت طلبه او تحريک انصاف د دې بريدونو پرضد مظاهرې وکړې. دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې په بشکيک کې دې د زده کوونکو په حفاظت کې کوتاهي نه کوي.

تر پېښې وروسته ځینې پاکستاني زده کونکي خپل هېواد ته ستانه شوي دي او د دوی لومړۍ ډله د مې پر ۱۸مه ماخستن په یوه ځانګړې الوتکه کې له کرغزستان څخه لاهور ته رسېدلې ده. لاهور ته رسېدلي پاکستاني زده کوونکي په بشکيک کې له پاکستاني سفارته خوشاله نه وو. د زده کوونکو لخوا په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې هغوی د کورنيوو چارو وزیر محسن نقوي ته شکايتونه کوي او حکومت په لټۍ تورنوي.

بلخوا د کرغزستان د بهرنيوو چارو وزارت د مې پر ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې اوس حالات کنټرول دي. دې وزارت زیاته کړې چې د کورنيوو چارو وزارت اضافي پولیس سرتيري د پېښو ځایونو ته استولي دي او د کوم زده کوونکي د وژل کېدو راپور نشته.

XS
SM
MD
LG