د بشري حقونو سازمان پاکستان هيومن رايټس کمېشن د خيبر پښتونخوا پخوانی مشر، وکيل او پخوانی سياستوال شېر محمد خان ایډوکېټ مړ شوی دی.
د نوموړي شاګرد اورنګزیب وکيل، د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وويل چې شېر محمد خان وکيل له ډېرې مودې راهیسې ناروغه وو چې له امله یې مړ شو.
هغه وويل چې د شېر محمد خان ایډوکېټ جنازه به نن (مې ۲۰مه) د سوات مینګورې ښار په ګراسي میدان کې کېږي.
شېر محمد خان په ۱۹۵۳ز کال کې په مينګوره کې زېږېدلی وو او په ۱۹۸۲ز کال کې یې د سوات سیدو شریف په ضلعي عدالت کې وکالت پیل کړ. وروسته هغه د پېښور په های کورټ کې قاضي شو. هغه په ۲۰۱۲ز کال کې د سوات د وکیلانو د ټولنې مشر هم وو.
شېر محمد خان وکیل تر دوو کلونو پورې د خیبر پښتونخوا لپاره د بشري حقونو د مشر په توګه کار کړی دی.
هغه په خيبر پښتونخوا کې د لادرکه کسانو لپاره په ګڼو مقدمو کې وکالت کړی چې له امله یې ګڼ شمېر لادرکه کسان کورونو ته ستانه شول.
شېر محمد خان د بشري حقونو لپاره اوږده مبارزه کړې او په دې لړ کې یې زندانونه هم تېر کړي دي. هغه زده کوونکو سازمان پښتون سټوډنټس فېډرېشن په پخوانیو مخکښانو کې وو چې د خپلې مبارزې پر مهال يې جېلونه خوړلي دي.
نوموړۍ د سوات والي ترڅو مياشتو پورې له سواته جلاوطن کړی وو او د دې ترڅنګ هغه د خپلې مبارزې پر مهال د جنرال ايوب خان، ذوالفقار علي بوټو او جنرال ضياولحق په واکمنيو کې زندانونو ته اچول شوی وو.
د شېر محمد خان ایډوکېټ په مړینه د وکیلانو ټولنوسوات بار ايسوسي اېشن او پېښور بار اېسوسي ايشن او مدني ټولنو د خفګان ښوولی دی.