د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د نوي مالي کال بجټ اسمبلۍ ته وړاندې کړ


د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ودانۍ ـ پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ودانۍ ـ پخوانی انځور.

د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د مالي کال ۲۰۲۴-۲۵ بجټ (بودېجه) وړاندې شو.

د خزانې صوبايي وزير افتاب عالم د مې پر ۲۴ مه د بجټ وړاندې کولو پر وخت وويل چې دا ۱۰۰ اربه روپیو اضافي بجټ دی. د ده په خبره د صوبې ټول اخراجات ۱۶۵۴ اربه او محصولات يې ۱۷۵۴ اربه روپۍ دي.

د بجټ تر وړاندې کولو وروسته افتاب عالم مشال راډیو ته وویل چې په بجټ کې یې پرمختیايي کارونو ته ۴۱۶ اربه روپۍ ځانګړې کړي دي.

په صوبه کې د کاروبار او تجارت د پرمختګ لپاره په جایداد او ځمکو ټیکسونه کم شوي او د تمباکو په پیداوار ټیکس زیات شوی دی خو د دې بوج پر کروندګرو نه بلکې د تمباکو په تولیدي شرکتونو پرېوځي.

د سرکاري ملازمینو په پنشن او تنخاګانو کې زیاتوالی

په بجټ کې د سرکاري ملازمینو پنشن او تنخاګانې ۱۰ فیصده زیاتې شوې دي. د بجټ په تقریر کې د خزانې صوبايي وزیر د دیر او سوات د موټروې جوړولو لپاره هم په راتلونکي مالي کال کې د کار د پیلولو اعلان وکړ.

د صوبې خپل امدن او وفاقي مرستې

په بجټ کې د صوبې خپل امدن ۹۳ اربه روپۍ ښودل شوی دی او د ټیکسونو په شریکو پیسو، او د بجلۍ، تېلو او ګیس په ګټه کې له وفاقه صوبې ته په راتلونکي مالي کال کې د ۱۲۱۲ اربه روپیو د محصولاتو ترلاسه کولو اندازه ښودل شوې ده.

د حزب اختلاف غړو تحفظات

د حزب اختلاف مشر عباد الله خان له مشال راډیو سره په خبرو کې د دې بجټ په اړه نیوکې وکړې او ویې ویل چې وفاق لا تر دې دمه صوبو ته د خپلې برخې ورکولو اندازه نه ده ښودلې، ځکه چې وفاقي بجټ د جون په میاشت کې قومي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي.

د حزب اختلاف استازي په وړاندې کړي بجټ بېلابېل تحفظات لري او وایي چې کله په دې بحث پیل شي نو دوی به د بجټ په هره نکته خپل تحفظات څرګند کړي.

د بجټ مهمې برخې

د بجټ د دستاویزاتو ترمخه، د ابتدايي تعلیم لپاره څه د پاڅه ۳۲۶ اربه روپۍ

د اعلی تعلیم لپاره څه کم ۳۶ اربه روپۍ

د صحت لپاره ۲۳۲ اربه روپۍ

د امنیت او پولیسو د استعداد زیاتولو لپاره څه د پاسه ۱۴۰ اربه روپۍ

د صنعت او تجارت د پرمختګ لپاره یو نیم اربه روپۍ

د سیلګرۍ د پرمختګ لپاره څه د پاڅه نهه نیم اربه روپۍ

د کرکروندې لپاره څه کم ۲۹ اربه روپۍ

د بجلۍ د تولید او توانایۍ لپاره یو دېرش نیم اربه روپۍ

د څاروو محکمې لپاره څه د پاسه ۱۴ نیم اربه روپۍ

د ځنګلاتو او ونو بوټو لپاره ۱۴ اربه روپۍ

د غنمو د خریدارۍ لپاره څه کم ۲۷ اربه روپۍ

د ټولنیز خیر ښېګړې لپاره اته اربه روپۍ

د پېښور بي ار ټي بسونو د خسارې کمولو لپاره درې اربه روپۍ

د سړکونو د تعمیر او مرمت لپاره شپږ نیم اربه روپۍ

او د طبعي یا نورو افتونو په وخت د بېړنیو مرستو لپاره دوه نیم اربه روپۍ ځانګړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG