د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتيکا کې بند پاتې، د وزیرستان زده کوونکو ته بې له پاسپورټه د ستنېدو اجازه ورکړل شوه


د پتکتيکا او وزیرستان ترمنځ‌ د انګور اډې لاره - انځور له ارشیفه
د پتکتيکا او وزیرستان ترمنځ‌ د انګور اډې لاره - انځور له ارشیفه

د کوز جنوبي وزيرستان د احمدزۍ وزيرو ۴۱ زده کوونکي چې له تېرې څه مودې راهيسې د افغانستان په برمل کې ايسار ول، د پاکستان حکومت د ځانګړې اجازتنامې پر اساس خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

له دوی څخه د زاهد په نوم يو زده کوونکي، چې په پېښور کې د سرحد يونيورسټۍ طالب علم دی، د مې پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل، يوشمېر زده کوونکي لا هم په برمل کې ګېر دي. هغه له حکومته وغوښتل چې احمدزي وزير په افغانستان کې هم اباد دي او ځکه نو زده کوونکو ته يې بايد پر ډيورنډ‌ کرښه د تګ راتګ لپاره ځانګړي کارډونه ورکړل شي.

هغه زیاتوي: "۱۰ زده کوونکي اوس هم په برمل کې ايسار دي. موږ بايد ځانګړي کارډونه ولرو. مشکل مو دا دی چې په دوه ځايه تقسيم يو. موږ ټول زده کوونکي له حکومته غوښتنه کوو چې ستونزه مو درک کړي او د حل لپاره يې جدي ګامونه واخلي."

په بېلابېلو وختونو کې د جنوبي وزیرستان خلک د ډيورنډ کرښې اغاړه د افغانستان پکتيکا ته تللي وو. کله چې د پاکستان حکومت په ۲۰۲۳ کال کې د وېزې او پاسپورټ وېزې شرط لازمي کړ نو دا خلک هلته پاتې شول. په دغو کې ۵۱ زده کوونکي هم وو.

بلخوا د کوز جنوبي وزيرستان مرستيال کمېشنر محمد ناصر خان مشال راډيو ته وويل چې د يو ځل لپاره یې زده کوونکو ته اجازه ورکړه چې بغیر له وېزې او پاسپورټه خپلو سیمو ته ستانه شي. خو د هغه په وينا تر دې وروسته د سيمې ټول خلک بايد له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او وېزه ولري. نوموړي زياته کړه، دا د مرکزي حکومت پرېکړه ده او ضلعي انتظاميه پکې څه نشي کولی.

د انګور اډې اوسېدونکو د ۲۰۲۳ د نومبر له میاشتې راهیسې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط د ختمولو تر څنګ د هغه سيمې د امنيت د ټينګښت او د ژوند د بنيادي اسانتياو د ترلاسه کولو په موخه احتجاجي پرلت وهلی دی. حکومت د دغو خلکو غوښتنې نه دي‌منلې او وايي چې د پاسپورټ او وېزې شرط نه شي ختمولی.

د انګور اډې د پرلتوالو يوه جرګه پېښور او اسلام اباد ته هم تللې ده. د مې پر ۱۵مه دغو مشرانو په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې پر خپله دې غوښتنه ټينګار وکړ چې د انګور اډې پر تجارتي لار د ځايي‌خلکو لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط نه مني.‌

دغو قومي مشرانو زیاته کړه چې د افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودو پالیسي ځکه د منلو وړ نه ده چې دواړو خواوو ته ددوی خپل خپلوان اوسیږي. د دوی په خبره، د پاکستان حکومت لخوا د سفري‌اسنادو شرط د دوی غم،‌ ښادۍ او سوداګري خرابه کړې ده.

يو قومي مشر مولانا تسبیح الله په پېښور کې له خبرې غونډې وروسته، مشال راډيو ته وویل چې خلک نه شي‌کولی هر وخت وېزې واخلي‌يا پاسورټونه جوړ کړي. د نوموړي په وينا د افغانستان غاړې پکتيکا او د پاکستان غاړې جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې يو قام اوسيږي چې د ویزې د لازمي کېدو له وجې د يو بل په ښاديوو او فاتحو کې ګډون نه شي کولی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG