د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې د هدفي وژنو ضد د ځایي خلکو پرلت پای ته رسېدلې


د جون پر درېیمه په بنو کې خلکو د وژل شویو کسانو مړي په پرلت کې ایښودلي ول.
د جون پر درېیمه په بنو کې خلکو د وژل شویو کسانو مړي په پرلت کې ایښودلي ول.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیو واکسینو د پروګرام د یو چارواکي او د هغه د ساتونکي د وژنې په خلاف احتجاج پای ته رسېدلی دی.

ځايي خلکو د جون پر درېیمه د هغو کسانو مړي د احتجاج په توګه ایښي وو او پرلت یې وهلی و. پرلتوال د بنو په دوه سړکه چوک ته ور ټول شوي ول او د بنو او شمالي وزیرستان ترمینځ سړک یې بند کړی وو.

دا احتجاج تر هغې یوه ورځ وروسته پیل شوی وو چې په بنو او شمالي وزیرستان کې په دوو جلا پېښو کې درې کسان ووژل شول.

د بنو پوليسو ویاند حنظله رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې د جون پر دويمه وسلوالو د پوليو مخنيوی پروګرام افسر اسحاق خان او د هغه ساتونکی له بکاخېل منډۍ سره وژلي دي.

احتجاج کونکیو په سیمه کې د امنیت او وژل شویو کسانو قاتلینو د نیولو غوښتنه کوله.

دویمه پېښه د شمالي وزیرستان په شېوه کې شوې. د پېښې په اړه د سیمې پوليس تاڼې يوه چارواکي مشال راډیو ته ويلي چې وسلوالو هلته د عبدالرحیم په نوم يو پوليس سرتېری د خپل کور مخې ته وژلی دی.

په دواړو پېښو کې ښکېل وسلوال تر بریدونو وروسته تښتېدلي دي. د بریدونو ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

د مې پر ۲۶مه وسلوالو د اشفاق مسیح په نامه عیسوي وګړی او یو بل تن وژلي ول. د پېښې ضد د عیسایانو ټولنې له مړي سره د میرامشا پریس کلب مخې ته احتجاج کړی وو.

تر هغې مخکې د مې پر ۲۱مه، په شمالي وزیرستان او بنو کې په پينځوو هدفي بريدونو کې پینځه کسان وژل شوي ول.

له تازه وژنو سره په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې د وژل شویو وګړیو شمېر ۲۶ ته رسېدلی دی.

په ۲۰۲۳ کال کې په هغه ضلع کې د هدفي وژنو ۴۴ پیښې شوې وې چې تر ۵۰ زیات کسان پکې وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

په شمالي وزيرستان کې ناقانونه تحريک طالبان پاکستان تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله ده خو له دې پرته هلته نورې ناقانونه وسلوالې ډلې هم فعاله دي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG