د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان سیاسي اتحاد پر سیاستوالانو پر زیاتېدونکو حملو اندېښنه ښوولې ده


په شمالي وزیرستان کې امنیتي سرتېري ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې امنیتي سرتېري ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان سیاسي اتحاد په هغه ضلع کې د ګوندونو پر غړو او مخکښانو پر بریدونو اندېښنه ښوولې ده.

د اتحاد مشر خلیل وزير د مې پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې په سیمه کې ۸۰،۰۰۰ پوځیان ځای پر ځای دي خو بیا هم پر سیاسي او ولسي خلکو پرله پسې بریدونه کېږی. "سیاسي خلک د وطن ژبه او سترګې وي. دوی صرف سیاسي بیان کړی وي، چا ته یې تکلیف یا تاوان نه دی رسولی خو بیا هم سیاسي خلک مسلسل ټارګېټ (په نښه) کېږي."

وزیر وویل، په سیمه کې زیاتېدونکې ناامني د دې ښکارندويي کوي چې امنیتي سرتېري یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

ده زیاته کړه چې له دې پرته چې سرتېري پر سړکونو او لارو پر امنیتي پوستو له ګاډو څخه خلک کوز کړي او تالاشي یې واخلي، دوی د هغوی نوره ګټه نه ويني.

دا تر هغې وروسته ده چې وسلوالو د مې پر څلورمه په تپي سیمه کې د جماعت اسلامي سیاستوال ملک رحمان الله وزیر وواژه. پر هم هغه ورځ د بنو په بکاخېلو کې یو بل وګړی ووژل شو او دا راز په بنو کې د کالج یو استاد په برید کې ژوبل شو.

رحمان الله وزیر د سپلګې د بلدیاتي ادارې د کلیوالې شورا مشر (وېلېج چېرمېن) او په شمالي وزیرستان کې د جماعت اسلامي ګوند پخوانی امیر وو.

پر نوموړي د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په همدې حال کې د جماعت اسلامي يو مشر او پخواني سېنېټر مشتاق احمد خان د مې پر څلورمه پر اېکس په ويډيو بیان کې له پولیسو، پوځ او انتظامي چارواکو څخه د امنيت برابرولو غوښتنه وکړه.

هغه پر امنيتي ځواکونو نيوکې کړي او زیاته کړې یې ده چې د پوځ پر پراخه شتون سربېره "د ترهګرۍ" پېښو ګڼې پوښتنې زېږولې دي.

د خیبر پښتونخوا د نورو برخو تر څنګ په شمالي وزیرستان کې ناامني زیاته شوې ده. سږ کال په هغه ضلع کې ۱۷ هدفي بریدونه شوي دي چې پکې د سیاسي او قبایلي مشرانو ترڅنګ ولسي خلکو ته زیانونه اوښتي دي.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر څلورمه په یو بیان کې په شمالي وزیرستان کې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه او و یې ویل چې هغوی پر امنیتي او ولسي خلکو په حملو کې ککړ ول.

وسلوالو د پوځ د ادعا په اړه څه نه ول ویلي.

په شمالي وزيرستان کې ناقانونه تحريک طالبان پاکستان تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله ده خو له دې پرته هلته نورې ناقانونه وسلوالې ډلې هم فعاله دي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG