د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ۵ پوځیان وژل شوي دي


په شمالي وزیرستان کې پوځيان د پوستې مخې ته ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې پوځيان د پوستې مخې ته ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ د وسلوالو په بريد کې پينځه سرتېري وژل شوي او څلور ژوبل دي.

د سیمې امنیتي او استخباراتي چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مې ۱۱مې پر ماښام د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هغه برید د سپینوام تحصیل په دته خېلو کې شوی دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) لا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو هغو چارواکو وویل چې تر برید وروسته یې په ځوابي کاروایۍ کې وسلوالو ته هم مرګژوبله اړولې ده.

خو هغوی د وژل شویو او ژوبلو مشکوکو وسلوالو شمېر ور نه کړ او نور معلومات یې هم ور نه کړل. دوی په اړه نور تفصیل ور نه کړ.

پر پوځیانو د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې وسلوال اکثر پر پوځ، پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو حملې کوي.

د مارچ په ۱۶مه وسلوالو د شمالي وزیرستان د ميرلي پر پوځي مرکز په ځانمرګي بريد او تر هغه وروسته په ډزو کې د پوځ د دوو افسرانو په ګډون اووه سرتېري ووژل.

له دې پرته، په هغه ضلع کې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو هم حملې کېږي چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د امنيت او د شخړو څېړنيزې ادارې په خپل وروستي راپور کې ويلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د اپرېل په مياشت کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي.

د راپور له مخې، په هغو بريدونو کې ۷۰ کسان وژل شوي چې ۳۵ یې ملکي وګړي او ۳۱ د امنیتي ځواکونو غړي دي.

تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) هم په خپل رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو درو میاشتو کې پر پولیسو او خلکو د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

سي ټي ډي د اپرېل په پیل کې په رپورټ کې ویلي ول چې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې په ډېره اسماعیل خان کې ۲۵، شمالي وزیرستان کې ۲۱، په ټانک کې ۱۷، په لکي مروتو کې ۱۱، په خیبر کې ۱۰، په بنو کې نهه او په باجوړ، جنوبي وزیرستان او صوبايي مرکز پېښور کې شپږ، شپږ بریدونه یا بمي چاودنې شوې دي.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پر ضد خلکو په بېلا بېلو وختونو کې پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي.

په شمالي وزيرستان کې ناقانونه تحريک طالبان پاکستان تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله ده خو له دې پرته هلته نورې ناقانونه وسلوالې ډلې هم فعاله دي.

حکومت او پوځ وایي، په سیمه کې امنیت راوستو ته ژمن دي او د دې لپاره هلته هدفي عملیات کوي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG