د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې وسلوالو پوځ ته تسلیم شوي ۳ طالبان وژلي


په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې ناامني زیاته شوې ده ـ پخوانی انځور.
په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې ناامني زیاته شوې ده ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې چارواکي وایي چې وسلوالو په یو برید کې درې "ښه طالبان (ګُډ طالبان)" وژلي دي.

په پاکستان کې د "ښو طالبانو" اصطلاح د هغو وسلوالو لپاره کارول کېږي چې يا خو پوځ ته تسليم شوي وي او يا د هغوی مخالف نه وي.

د میرلي تاڼې او ضلعي انتظامیې چارواکو، چې د رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جون پر پينځمه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي کسان په سیمه کې د "ښو طالبانو" په نامه یادېدل.

چارواکو وویل چې د جون پر پينځمه په حیدرخېلو کې وسلوالو پر یو فیلډر ګاډي برید وکړ چې په نتیجه کې یې په هغه ګاډي کې اور ولګېد او دوه وسلوال پکې ووژل شول. په ګاډي کې ناست درېيم وسلوال د تښتېدو هڅه کوله چې بريدګرو په ډزو وواژه.

چارواکو وویل چې درې واړه وسلوال د سپین وام د حسن خېلو اوسېدونکي ول او حکومت ته تسلیم شوي ول.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید ذمه واري نه ده منلې.

په هغه سیمه کې له دې وړاندې هم د وسلوالو ډلو ترمینځ نښتې شوې دي چې پکې يې یو بل ته مرګژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG