د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې د بېلا بېلو قبیلو مشرانو د امن لپاره جرګه کړې ده


په بنو کې د بېلا بېلو قبیلو مشرانو د امن لپاره جرګه کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00

د خيبر پښتونخوا په بنو کې د مېشتو ټولو قبيلو مشرانو په يوه جرګه کې له حکومته وغوښتل چې هلته د وسلوالو مرکزونه ختم کړي. د جون پر نهمه په جرګه کې دوی تور پورې کړ چې حکومت او هم پوځ په بنو کې د وسلوالو پر موجودګۍ او فعاليتونو سترګې پټې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده. په بنو کې د جون پر نهمه وسلوالو یو تن په هدف کړی دی. دا راز په لکي مروت کې د ځمکلاندي بم په چاودنه د یو افسر په ګډون شپږ سرتېري وژل شوي دي. حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. ویډیویي رپورټ.

XS
SM
MD
LG