د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د بنو پر پوځي چاوڼۍ برید کې ۳ سرتيري وژلي، ګڼ یې ژوبل کړي


په بنو کې امنيتي سرتيرو چاوڼۍ ته تللې لارې تړلې دي
په بنو کې امنيتي سرتيرو چاوڼۍ ته تللې لارې تړلې دي

د خیبرپښتونخوا په بنو کې وسله والو د جولای پر ۱۵مه د پاکستاني پوځ پر چاوڼۍ برید کړی دی.

امنيتي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، مشال راډيو ته وويل چې په برید کې لږ تر لږه ۳ پوځيان وژل شوي‌او د سرتيرو په ګډون ۵۰ کسان ژوبل شوي دي. چارواکو همداراز د دريوو وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې او وايي‌چې له نورو سره نښته روانه ده.

د امنيتي ځواکونو په وينا، سهار وختي وسله والو له چاودېدونکو موادو ډک موټر د پوځي مرکز له دېوال سره جنګولی وو. تر دې سمدستي وروسته، وسله وال چاوڼۍ ته ننوتلي وو او له پوځيانو سره یې نښته پيل کړې وه.

په بنو کې امنيتي ځواکونه او پولیس زیاتوي چې دا مهال د چاوڼۍ دننه ډزې روانې دي. ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې برید ډير زورور وو. د دوی په وينا تر ليرې پورې کورونه ولړزېدل او شيشې یې ماتې شولې.

رسنيو ته د وټس اپ له لارې يو پیغام استول شوی چې پکې يوې ډلې چې ځان د جیش فُرسان محمد په نامه یادوي، ويلي چې برید دوی کړی دی. دا لومړۍ ځل دی چې د دغسې يوې ډلې نوم مخې ته راځي چې د شتون په اړه يې په خپلواکه توګه تصديق نه شي کېدای.

دا لومړی ځل نه دی چې په بنو کې د پاکستاني پوځ پر مرکز برید کېږي. د ۲۰۲۲ کال په دیسمبر کې وسله والو بندیانو هغلته موجود د ترهګرۍ ضد پولیسو مرکز کې له ساتونکو ټوپکې اخیستې وي او برید یې پيل کړی وو.

وروسته د پاکستان پوځ د يرغملو پولیسو د خوشې کولو او وسله والو د وژلو لپاره عمليآت وکړل چې پکې د ۲۵ وسله والو د وژنې، دريوو تسليمېدو او ۳ سرتېرو د وژل کېدو ادعا وشوه. خو تحريک طالبان پاکستان ويلي وو چې په دغه نښته کې یې د پاکستان ۲۰ پوځيان وژلي دي.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان کړی دی. پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره راغلی.

خلکو غوښتنه کړې چې د پاکستان پوځ دې د امنیت د ټینګښت لپاره د ترهګرۍ ضد پالیسیانې بدلې او د ښو، بدو وسله والو ترمنځ دې توپير بس کړي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG