د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت قامي اسمبلۍ ته د ۱۸،۸۷۷ اربه روپیو وفاقي بجټ وړاندې کړ


د پاکستان د قامۍ اسمبلۍ د غونډې یو پخوانی انځور.
د پاکستان د قامۍ اسمبلۍ د غونډې یو پخوانی انځور.

د پاکستان اېتلافي حکومت د هغه هېواد قامي اسمبلۍ ته د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال لپاره د ۱۸،۸۷۷ اربه یا مېلیارده (۱۸.۸۷۷ ټرېلیینه) روپیو بودیجه وړاندې کړې ده.

ټاکل شوې وه چې د جون ۱۲مې غونډه د پېښور پر وخت د مازیګر پر څلورو بجو پیل شي، خو شاوخوا دوه ساعته وځنډېده.

کله چې د مالیې وزیر سېنېټر محمد اورنګزېب د بجټ مسودې وړاندې کولو وینا پیلوله نو د مخالفه ګوندونو غړو د حکومت او د واکمن مسلم لیګ (ن) مشرتابه پرضد نعرې ووهلې.

د مخالفه ګوندونو غړو د نوموړي د وینا پر مهال نعرو وهلو ته دوام ورکړ.

په همدې حال کې د پاکستان له بېلا بېلو برخو څخه د سرکاري ادارې کارکوونکو په اسلام اباد کې دپارلېمان ودانۍ مخې ته مظاهره کړې ده.

د جون ۱۲مې د مظاهرې ګډونوالو په هېواد کې د ګرانۍ په تناسب د تنخا زیاتولو غوښتنه کوله.

د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د قامي اسمبلۍ غونډې ته وویل چې حکومت له لومړي څخه تر ۱۶م ګرېډ پورې د سرکاري کارکوونکو د تنخا ۲۵ سلنه او له ۱۶م څخه تر ۲۲م ګرېډ پورې د کارکوونکو د معاش ۲۲ فیصده لوړولو وړانديز کوي.

محمد اورنګزېب پرداسې مهال د بجټ قانوني مسوده وړاندې کړې چې پاکستان له اقتصادي او مالي مشکلاتو سره مخامخ دی او د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د بل پور اخیستو په لټه کې دی.

هغه وویل چې حکومت په ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال کې د اقتصادي ودې هدف ۳.۶ سلنه ایښی دی.

د مالیې وزیر محمد اورنګزېب وویل وفاقي حکومت غواړي چې د مالي اصلاحاتو او په باکفایته او اغېزناکه ډول د لګښتونو له لارې د اقتصادي ثبات او وده باوري کړي.

د ۲۰۲۴ز-۲۵ مالي کال اهداف

  • د اصلاحاتو له لارې د حکومتي جاري حساب خسارې یا تاوان کمول
  • د اقتصادي ودې لپاره شخصي یا خصوصي څانګې او کاروباري فعالیتونو ته وده ورکول، د پانګونې او د نوښتونو لپاره د چاپېریال ښه کول
  • د بې وزله خلکو د ملاتړ لپاره نوښتونه او اقدامات کول
  • د حکومتي څانګې (سېکټور) د پرمختیايي پروګرام لپاره د نورو پیسو بېلول
  • د انرژۍ او کرنې په څانګه کې اصلاحات کول
  • د ځوانانو د تعلیم او کسبي مهارتونو زیاتولو ته پام کول
  • د زیاتو مالیو غونډولو لپاره اقدامات
  • د زیاتو پیسو ګټونکو لپاره د ټیکس زیاتول

د مالیې وزیر محمد اورنګزېب قامي اسمبلۍ ته وویل چې د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال ټوله بودیجه به ۱۸،۸۷۷ اربه روپۍ وي.

ده وویل، حکومت په راتلونکي مالي کال کې د ۱۷،۸۱۵ اربه روپیو د ګټې ترلاسه کولو هدف ږدي چې ورڅخه به یې ۱۲،۹۷۰ اربه د ګټو وفاقي ادارې (اېف بي ار) په مرسته د مالیو او محصولونو له لارې پاتې ۴،۸۴۵ اربه روپۍ به له نورو لارو ګټي.

په دې توګه د ۲۰۲۴-۲۵ز کال وړاندې شوی بجټ وار له مخه د ۱،۰۶۲ اربه تاوان یا خساره لري.

په پاکستان کې اوسمهال د افراط زر یا انفلېشن کچ ۲۶ سلنه دی او د مالیې وزیر وویل چې حکومت یې په راتلونکي مالي کال کې ۱۲ فیصده ته د کمولو هدف ایښي دی.

محمد اورنګزېب د لګښتونو په اړه هم معلومات ورکړل او و یې چې حکومت له ټولې بودیجې څخه ۹،۷۷۵ اربه روپۍ پر پورونو د سود ورکولو، ۲،۱۲۲ اربه د دفاعي چارو او ۱،۵۰۰ اربه روپۍ د پرمختیايي چارو لپاره د بېلولو وړاندیز کوي.

سرکاري کارکوونکو د تنخاګانو زیاتولو لپاره مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:54 0:00

د اقتصادي سروې راپور

د ماليې وزیر محمد اورنګزېب د جون پر ۱۱مه د ۲۰۲۳-۲۴ز مالي کال اقتصادي سروې راپور وزیراعظم او بیا په اسلام اباد کې خبریالانو ته وړاندې کړ چې له مخې یې حکومت د سخت اقتصادي او مالي وضعیت له وجې په ختمېدونکي مالي کال کې ډېری اهداف نه دي ترلاسه کړي.

په پاکستان کې نوی مالي کال د جولای پر لومړۍ نېټه پیلېږي او وفاقي حکومت عموماً په جون یا کله نا کله په مې میاشت کې قامي اسمبلۍ ته د راتلونکي مالي کال بودیجه وړاندې کوي. تر هغې وروسته صوبايي حکومتونه هم د نوي مالي کال بودیجې اسمبلیو ته وړاندې کوي.

البته سږ کال د خیبر پښتونخوا حکومت د مې پر ۲۴مه، تر وفاق مخکې د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال بودیجه صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړه.

د اقتصادي سروې راپور له مخې، له کرنې پرته د پاکستان د اقتصاد نورو څانګو وده نه ده کړې.

محمد اورنګزېب خبري غونډې ته وویل چې په ختمېدونکي مالي کال کې کرنې یا زراعت ۶.۲۶ فیصده وده کړې ده، د مالیې یا ټیکسونو د غونډولو کچ بهتر شوی دی او په دې ډول ټول حکومتي عایدات (ګټه) ۴۱ فیصده لوړه شوې ده.

نوموړي دعوه وکړه چې په هېواد کې سړي سر ګټه لوړه شوې او د شیانو بیې هم له ۴۸ سلنه څخه ۱۱ سلنه ته کمې شوې دي.

د اقتصادي سروې راپور له مخې د پاکستان اقتصاد په ختمېدونکي کال کې په ټولیز ډول ۲.۳۸ سلنه وده کړې ده.

پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

تر دې وروسته حکومت له ای اېم اېف سره د درې اربه ډالرو د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې له هغې ادارې اجراییوي ډلې د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.

ای اېم اېف د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم او د اپرېل په پای کې یې د پور وروستی قسط، چې ۱.۱ اربه ډالر جوړېدل، ورکړ.

XS
SM
MD
LG