د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په خیبر کې د ۵ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده


پاکستاني پوځيان په خیبر کې - انځور له ارشیفه
پاکستاني پوځيان په خیبر کې - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په خیبر ضلع کې یې د عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي ار) د جون پر ۱۶مه ناوخته په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا عملیات یې په سیمه کې د وسله د موجودګۍ په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته تر سره کړي دي. په بیان کې د وسله والو په اړه له معلوماتو ورکولو پرته ویل شوي چې هغوی په خیبر کې پر پوځ او ولسي خلکو په بریدونو کې ښکېل وو.

تر اوسه نه خپلواکو سرچینو د دې پخلی کړی او نه هم کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه ویلي دي. پوځ په خبرپاڼه کې د وسله والو په وړاندې د عملیاتو کولو هوډ تازه کړی دی.

په قبايلي ضلعو کې تر ټولو لويه فعاله وسله واله ډله، تحريک طالبان پاکستان ده. دې ناقانونه او ترهګرۍ ګرځول شوې ډلې د جون پر ۱۶مه اعلان وکړ چې د لوی اختر په مناسبت په یو اړخیزه ډول درې ورځې اوربند اعلانوي.

د هغې وسلوالې ډلې ویاند محمد خراساني د جون پر ۱۶مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې اوربند به د جون پر ۱۷مه، ۱۸مه او ۱۹مه وي او یوازې به د پاکستانيوو ځواکونو د دفاع په وخت جګړه کوي. د پاکستان حکومت لا د ټي ټي پي له لوري د اوربند اعلان په اړه څه نه دي ویلي.

هغې ډلې دا بیان پر داسې مهال خپور کړی دی چې د جون پر ۱۶مه د سعودي عرب په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لوی اختر ولمانځل شو. خو په پاکستان او افغانستان کې د جون پر ۱۷مه لوی اختر دی.

تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲ کال له پای راهیسې په پاکستان، په تېره په خیبر پښتونخوا، کې پر امنیتي سرتېرو او پولیسو بریدونه زیات کړي دي. البته د پاکستان او ټي ټي پي ترمينځ مذاکرات د ۲۰۲۱ کال په پای کې پيل شول چې په لومړي سر کې پټ ساتل شوي ول، خو وروسته هغه مهال په ډاګه شول چې د پاکستان پخواني حکومت کابل ته يوه ۵۰ کسيزه جرګه ولېږله.

دا مذاکرات په کابل کې د طالبانو حکومت په مينځګړتوب پرمخ تلل، او د ۲۰۲۲ کال په جون مياشت کې تحریک طالبان پاکستان او اسلام اباد د خبرو د وروستي پړاو پر مهال تر نامعلومې مودې پورې د اوربند غځولو اعلان وکړ.

وروسته ټي ټي پي د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د اوربند په ماتولو خپلو وسلوالو ته په پاکستان کې د بريدونو کولو امر وکړ. له هغه وخت راهیسې ټي ټي پي په پاکستان کې د یوشمېر لویو بریدونو ذمه واري منلې ده. د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د ټي ټي پي په ګډون یې د نورو وسلوالو ډلو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG