د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې پولې ډاکترانو سازمان: د مالي ملاتړ نشتوالی د افغان روغتيايي مرکزونو ستونزې زياتوي


 بېلا بېلو نړیوالو سازمانونو وړاندې هم په افغانستان کې د روغتیا څانګې ته ورپېښې ستونزې په ډاګه کړې دي. (د افغانستان یو روغتون)
بېلا بېلو نړیوالو سازمانونو وړاندې هم په افغانستان کې د روغتیا څانګې ته ورپېښې ستونزې په ډاګه کړې دي. (د افغانستان یو روغتون)

د بې پولې ډاکترانو نړیوال سازمان اندېښنه ښوولې چې په افغانستان کې د روغتیا له څانګې سره د دوامداره ملاتړ نیشتوالي روغتیايي مرکزونه له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دغه سازمان د جون پر ۱۷مه په يوه اعلاميه کې ويلي چې ګڼ روغتیایي مرکزونه لکه په مزارشریف کې حوزوي روغتون د کارکوونکو تنخاګانې نه شي ورکولای او دا ډول د درملو، طبي تجهيزاتو، د سونګ موادو او د اکسیجن د پېرلو وس نه لري.

د بې پولې ډاکترانو سازمان زياته کړې ده چې دې ستونزو په تېره نويو زېږېدلو او ناروغو ماشومانو ته د روغتيايي خدماتو په وړاندې کولو کې روغتونونه تر ډېره پاتې راوستي دي.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په ګډون بېلا بېلو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د روغتیا څانګې ته ورپېښې ستونزې په ډاګه کړې دي. د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې - یو این ایچ سي ار - وړاندې ویلي چې د سږ کال خونړیو سېلابونو په دې ستونزو کې لا اضافه کړې ده.

نړیوال سازمانونه او افغان ولس په داسې وخت کې له دې ستونزو سر ټکوي‌ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په زور پر افغانستان د واکمن شویو طالبانو حکومت لا هم د نړۍ یوه هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د امریکا په ګډون د نړۍ نور هیوادونه ټینګار کوي چې طالبان که په نړۍ د خپل حکومت په رسمیت پېژندل غواړي نو باید لومړۍ د ښځو د حقونو په ګډون ټول بشري حقونه تسلیم کړي. خو د طالبانو حکومت په وار وار ویلي‌ چې د دوی په وینا، "په افغانستان کې د ښځو په ګډون هر چا ته د شریعت په چوکاټ کې جایز ټول حقونه حاصل دي."

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جون پر ۱۸مه خپله ۵۶مه غونډه پيلوي. دې غونډې ته به د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د وضعیت په اړه یو راپور هم وړاندې شي چې پکې پر طالبانو د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو له امله کلکې نیوکې شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ريچرډ بېنټ دغه ۲۱ مخيز راپور وار له مخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر ووبپاڼه خپور شوی دی. په راپور کې له تعلیمه د افغان نجونو او ښځو محرومیت، له کاره د هغوی راګرځول، روغتیا، عدلي او قضايي څانګو ته د ښځو نه لاسرسی او ګڼې نورې بشري ناخوالې یادې شوې دي. بېنټ ويلي چې طالبانو د ښځو پر وړاندې یې د محدوونکو تګلارو په عملي کولو سره د جنسیت له مخې د ظلم یو بنسټیز سیسټم رامينځته کړی دی.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان ويلي مهمه ده چې نړیواله ټولنه په دې راپور کې سپارښتنې په جدي توګه په پام کې ونیسي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریچرډ بېنټ د دغه راپور په اړه لا غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې يې زياتره وخت دا ډول راپورونه رد کړي دي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په مهالپر ښځو ګڼ بندیزونه لګوي دي. په دې بندیزونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيوو بندول، ښځې په دفترونو کې له کاره منع کول او جبري مخ پټول شامل دي. افغان مېرمنو د دې بندیزونو په خلاف څو ځل مظاهرې هم کړې دي خو طالبانو خپل سخت دريځ نه دی بدل کړی.

XS
SM
MD
LG