د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر وايي د افغان کډوالو مسلې ته "عادلانه نړیوال حل" په کار دی


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فېلېپو ګراندې د جولای پر نهمه په اسلام اباد کې وکتل.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فېلېپو ګراندې د جولای پر نهمه په اسلام اباد کې وکتل.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) مشر فېلېپو ګراندې د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر د جولای پر نهمه، پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټويټر) ليکلي چې د کډوالو مسلې د حل لپاره د نړیوالو په ملاتړ، پر انصاف ولاړې دوامدارې تګلارې ته ضرورت دی. هغه زیاته کړې چې له پاکستاني وزیراعظم سره یې د افغان کډوالو په اړه خبرې اترې ګټورې وې.

بلخوا له هغه ملاقات وروسته د پاکستان د وزيراعظم دفتر په يوه خبرپاڼه کې د شهباز شريف له خولې ويلي چې ملګري‌ ملتونه دې له افغان کډوالو سره مرسته وکړي چې پکې هغوی افغانستان ته ستنول شامل دي.

په خبرپاڼه کې د شهباز شريف له خولې زیاته شوې چې د پاکستان حکومت له اقتصادي او امنيتي ستونزو سره مخامخ دی نو ځکه باید ملګري ملتونه د افغان کډوالو په اړه يوه داسې پالیسي غوره کړي چې له مخې یې له کډوالو او پاکستان سره مرسته وشي.

تر دې مخکې هم د پاکستان حکومت د کډوالو د استوګنې لپاره له نړیوالو مالي مرسته غوښتې وه. د پاکستان د سرحدونو، کشمیر او بلتستان د چارو وزیر امیرمقام د جولای پر اتمه له فېلېپو ګراندې سره تر ملاقات وروسته په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا د افسوس خبره ده چې "د کډوالو لپاره ملاتړ کم او په پاکستان کې یې د پرمختيايي کارونو لپاره مرستې کمې شوې دي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فېلېپو ګراندې د جولای پر اوومه پاکستان ته تللی وو. هغه خپل درې ورځنی سفر له پېښوره پیل کړ او وروسته هريپور ته ولاړ.

په پاکستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر اپرېدي مشال راډیو ته ويلي چې په دغو سیمو کې ګراندې د ښځو په ګډون د افغان کډوالو له استازو سره په غونډه کې د هغوی "د اندېښنو" په اړه معلومات ترلاسه کړل او ورته یې د ملګرو ملتونو د "ملاتړ" ډاډ ورکړ.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو ويلي چې دوی هغه هېواد ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مشر له سفره هیلې لري. خو د دوی په وینا، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره باید هغو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ورسره مخامخ دي.

په اسلام اباد کې د بې کوره شویو افغان خبریالانو مشر محمود کوچي د جولای پر اتمه مشال راډیو ته وویل، دوی غوښتنه کوي چې په پاکستان کې دې افغانانو ته لږ تر لږه د کډوالو هغه حقونه ورکړل شي چې په نړۍ کې منل شوي دي. د ده په وینا، افغان کډوال باید په زور له پاکستانه ونه ايستل شي.

د ملګرو ملتونو ترمخه په پاکستان کې ۳۱ لکه افغان کډوال مېشت دي چې اکثریت یې په خیبر پښتونخوا کې اوسيږي. د هغې ادارې په وینا، په پاکستان کې څه د پاسه ۱۴ لکه افغان د مهاجرت کارډونه (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه لري او ۱۳ لکه نور افغانان ثبت نه دي.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د هغې میاشت تر پای پورې له هېواده د وتلو غږ وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی د جبري ستنولو بهیر پیل کړ چې لا هم روان دی.

د پاکستان حکومت د دې اعلان پر سر د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت ترمینځ تعلقات ساړه شول. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په وروستیو کې د دوحې غونډې ته ویلي ول چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان ته شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ افغانان ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG