د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي د افغان کډوالو لپاره نورې مالي مرستې ته ضرورت لري


امیرمقام له فېليپو ګراندې سره
امیرمقام له فېليپو ګراندې سره

د پاکستان حکومت د کډوالو د هستوګنې لپاره له ملګرو ملتونو د مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د سرحدونو، کشمیر او بلتستان د چارو وزیر امیرمقام د جولای پر اتمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا د افسوس خبره ده چې "د کډوالو لپاره ملاتړ کم او په پاکستان کې یې د پرمختيايي کارونو لپاره مرستې کمې شوې دي".

هغه دا خبره د جولای پر اتمه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له مشر فېليپو ګراندې سره په اسلام اباد کې د ملاقات په وخت وکړه.

په خبرپاڼه کې د امیر مقام له خولې ويل شوې: " په پاکستان کې څوارلس نيم ميليونه ثبت شوي افغان کډوال شته دی. پر دې سربیره ګڼ نور رجسټرډ نه دي. موږ ځانکړې، پراخې اوپايداره مرستې ته ضرورت لرو."

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فېليپو ګراندې د جولای پر اوومه پاکستان ته تللی. هغه خپل درې ورځنی سفر له پېښوره پیل کړ او وروسته هريپور ته ولاړ. په پاکستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر اپرېدي مشال راډیو ته ويلي چې په دغو سیمو کې ګراندې د ښځو په ګډون د افغان کډوالو له استازو سره په غونډه کې د هغوی "د اندېښنو" په اړه معلومات ترلاسه کړل او ورته یې د ملګرو ملتونو د "ملاتړ" ډاډ ورکړ.

د ملګرو ملتونو ترمخه په پاکستان کې ۳۱ لکه افغان کډوال مېشت دي چې اکثریت یې په خیبر پښتونخوا کې اوسيږي. د هغې ادارې په وینا، په پاکستان کې څه دپاسه ۱۴ لکه افغان د مهاجرت کارډونه (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه لري او ۱۳ لکه نور افغانان ثبت نه دي.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د هغې میاشت تر پای پورې له هېواده د وتلو غږ وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی د جبري ستنولو بهیر پیل کړ چې لا هم روان دی.

د پاکستان حکومت د دې اعلان پر سر د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت ترمینځ تعلقات ساړه شول. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په وروستیو کې د دوحې غونډې ته ویلي ول چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان ته شاوخوا ۷۰۰۰۰۰ افغانان ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG