د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې یو پولیس افسر او ۲ مشکوک وسلوال وژل شوي


په شمالي وزیرستان کې د پوځیانو ګاډي له پله تېریږي ـ پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې د پوځیانو ګاډي له پله تېریږي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان چارواکي وایي، د عملیاتو په مهال یې دوه مشکوک وسلوال وژلي او په یوه یو بله پېښه کې وسلوالو د پولیسو افسر وژلی دی.

د پاکستان پوځي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط د جون پر ۳۰مه، مشال راډيو ته وویل چې مشکوک وسلوال يې په رزمک کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړيو عملياتو پر مهال وژلي دي.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د پوځ د دې دعوې پخلی نشي کولای.

د میرلی پولیسو مشال راډیو ته ویلي چې په همدې ورځ د شمالي وزيرستان په ميرلي کې وسلوالو د پوليسو سپيشل برانچ يو افسر په هدفي بريد کې وژلی دی.

تر اوسه د دې بريد ذمه واري کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.

په وروستيو کې د وزيرستانونو ترڅنګ د خيبر پښتونخوا په يوشمېر جنوبي سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي چې پرضد يې خلکو وخت په وخت احتجاجونه او جرګې کړې دي.

د جون پر ۳۰ په بنو کې د قامي مشرانو په يوه جرګه کې له حکومته غوښتنه وشوه چې د سيمې امنيت ټينګ کړي. دا په تېرو دوو مياشتو کې د بنو د خلکو څلورمه جرګه وه.

د جرګې مشر ملک موېز مشال راډيو ته وويل، حکومت د دوی د امن غوښتنې ته غوږ نه نيسي چې له وجې يې د ده په خبره، د سيمې امنيتي حالت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

بلخوا حکومت او هم پوځ وايي چې د سيمې امنيت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد هدفي عمليات کوي.

د جون پر ۲۳مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د ترهګرۍ او سختدريځۍ پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.

تر هغې وروسته يوشمېر حکومت مخالفه ګوندونو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل.

د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې سیاسي ګوندونه دې د "عزم استحکام" عملياتو په اړه ځکه اندېښنه نه کوي چې دا د پخوانيو هغو په څېر نه دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې د عملياتو پر مهال به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال له پای راهیسې په پاکستان، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان، کې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې خلکو پراخې مظاهرې، جرګې، جلسې او احتجاجي ناستې کړې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون په بېلابېلو سیمو کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

خو په هغه هېواد کې بېلابېلو ګوندونو او پوهانو په بیا بیا انتقاد کړی دی چې د ترهګرۍ ضد تګلاره په بشپړ او سم ډول نه ده عملي شوې چې له وجې یې ناامني زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG