د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او هند د ملکي بندیانو لېست تبادله کړی دی


هندي کب نیونکي په کراچۍ کې د پولیسو په تاڼه کې ـ پخوانی انځور.
هندي کب نیونکي په کراچۍ کې د پولیسو په تاڼه کې ـ پخوانی انځور.

هند او پاکستان د یو بل سره د ملکي بنديانو لېست تبادله کړی دی.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د جولای پر لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې هند ته یې د خپلو ۲۱۱ کب نيوونکو او ۴۳ ولسي بندیانو لېست سپارلی دی. د وزارت په وینا د ۳۸ هغو دفاعي اهلکارو لېست هم نوي دهلي ته سپارل شوی چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د ۱۹۶۵ز او ۱۹۷۱ز کلونو د جګړې راهیسې لادرکه دي او ګمان کېږي چې د هند په زندانونو کې دي.

بلخوا د هند بهرنيوو چارو وزارت د جولای پرلومړۍ نېټه وويل چې اسلام اباد ته یې د ۳۶۶ هندي ولسي وګړيو او ۸۶ هندي کب نيوونکو لېست ورکړی چې د پاکستان په بنديخانو کې دي.

دواړو هېوادونو هيله کړې چې دغه بندیان ژر تر ژره خوشې شي. د هند بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې له پاکستانه يې غوښتنه کړې چې ۱۸۵ هندي وګړي دې سمدستي خوشې کړي چې د بند د سزا موده یې پوره کړې ده. د دې وزارت په خبره ۴۷ بنديان داسې دي چې فکر کوي هنديان دي خو اسلام اباد یې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

پاکستان او هند د وچې سربېره سمندري پوله هم لري چې زیاتره وخت پکې د دواړو هېوادونو کب نیونکي په ناخبرۍ کې د خپل هېواد له کرښې تېریږي او د ګاونډي هېواد پوله ساتونکي ځواکونه یې نیسي.
دواړو هېوادونو په مخکې وختونو کې د زنداني کب نیونکو تبادله کړې ده.

XS
SM
MD
LG