د لاسرسي ځای

تازه خبر

په واڼه کې بمي چاودنې ۲ کسان وژلي، ۳ ژوبل دي


د جنوبي وزیرستان نقشه.
د جنوبي وزیرستان نقشه.

د خیبر پښتونخوا کوز جنوبي وزیرستان کې په بمي چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او درې ژوبل دي.

د سیمې خلکو مشال راډیو ته وویل چې د جولای پر ۱۹مه په واڼه بازار کې د "ښو طالبانو" کمانډر عین الله پر ګاډي بمي چاودنه شوې چې پکې د سیمې خلکو ته مرګژوبله واوښته.

په پاکستان کې د "ښو طالبانو" اصطلاح د هغو وسلوالو لپاره کارول کېږي چې يا خو پوځ ته تسليم شوي وي يا د هغوی مخالف نه وي.

د واڼه تاڼې محرر ضیاالرحمان مشال راډیو ته وویل چې برید کونکو چاودېدونکي توکي په موټر سایکل کې ځای پر ځای کړي ول. هغه وویل د پېښې مقدمه یې د نامعلومه کسانو په خلاف لیکلې ده.

د برید ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.

د کوز سویلي وزیرستان یو مشر ایاز وزیر مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې بمي چاودنې او هدفي وژنې روانې دي او حکومتي چارواکي یې د مخنیوي لپاره څه هم نه کوي.

خو د سویلي وزیرستان انتظامیه چارواکو مشال راډیو ته ویلي دي چې پوځ او پولیس په سیمه کې د امن لپاره کار کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG